کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): د ولسي جرګې کمېسيونونو د ټاکنو قانون پر مسودې بحثونه پيل کړي او ټاکل شوې، چې دغه مسوده ١٤ ورځې وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه په تېرې ليندۍ مياشت کې وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه او ولسي جرګې ته واستول شوه.
د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام نن پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه وکړه، چې په کمېسيونونو کې دې د ټاکنو د قانون پر مسوده بحثونه پيل شي.