پژواک په افغانستان کې لومړنى او تر ټولو باوري خپلواک خبري اژانس دى ، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورځنۍ پېښې تر پوښښ لاندې نيسي .

دپژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د (( انعکاس )) په مانا ده. دپژواک ژورنالستانو داژانس دنوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي ، چې ملي يوالى ټينګ او داژانس دفعاليت موخه په ډاګه کړي ، له همدې امله د((پژواک )) کلمه ددې اژانس دنوم په توګه وټاکل شوه .

پژواک ديوې ځانګړې پروژې په توګه داساسي قانون دتاريخي لويې جرګې د پوښښ لپاره د ٢٠٠٣ زېږديز کال د دسمبر په مياشت کې په کار پيل وکړ او د ٢٠٠٤ کال داپرېل په مياشت کې ديوه خپلواک خبري اژانس په توګه جوړ شو ، چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دى .

دا مهال پژواک خبري اژانس ورځني خبرونه او فيچري راپورونه په پښتو ،دري اوانګليسي ژبو کورنيواو بهرنيو مينه والو ته چمتو کوي .

پژواک داتو سيمه ييزو دفترونو او په هېوادکې دننه او بهر دخبريالانو د يوې پراخې شبکې په لرلو او همدارنګه دعاميانه ژبې په کارولو سره يو بې سارى خبري پوښښ لري .

دپژواک په ګډون کوونکيو کې د افغانستان وتلې راډيويي دستګاوې ، ټلويزيوني شبکې ، ورځپاڼې او اونيزې شاملې دي .

دولتي اوخصوصي ادارې،نادولتي سازمانونه او له هېواد نه بهر موسسې ، چې دافغانستان له مسايلو سره علاقه لري ، دپژواک خبري اژانس په خبري سرويس اتکا لري .

پژواک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده ، ددې اژانس ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پژواک په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداګريز سازمان پورې تړلى نه دى .

ددې اژانس موخه له خلکو سره مرسته ده ، ترڅو په خپل عام ژوند کې پراخه ونډه ولري او همدارنګه د راپور ورکولو له لارې په حکومتدارۍ کې د روڼتيا او حساب ورکولو دلړۍ په اړه د ډاډ دترلاسه کولو لپاره په خپل وخت د راپورونو چمتو کول دي .