۱- حوا علم نورستاني، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس:
حوا علم نورستاني د پاینده محمد لور او ۵۶ کاله عمر لري. نوموړې په ۱۳۴۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلې، خو اوس د کابل ښار په ابچکان سیمه کې ژوند کوي، په قوم پښتنه ده او افغان تابعیت لري.
نوموړې د حقوقو پوهنځي کې تر ليسانس کچې پورې زده کړې کړې او ۱۱ کاله یې له جرګې او مېرمن مجلو سره د خبریالې، د مېرمنو ټولنې د مرستیالې، د مېرمن مجلې مسوول مدیرې او د ښځو چارو وزارت د نشراتو ریاست د مرستیالې او د ملي شورا په ۱۵مه دوره کې د نورستان د خلکو استازې په توګه دندې ترسره کړې دي.
نورستانۍ د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ پوسټ ته د افغانستان ملي نجات جبهې له خوا معرفي شوې ده.
نوموړې پنځه لوڼې او یو زوی لري.
 
۲- سید عصمت الله مل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملياتي مرستیاله:
  سید عصمت الله مل د سید احمدالله زوی او ۳۶ کاله عمر لري. په قوم سادات پښتون دی، د بلخ ولایت اوسېدونکی او د افغان تابعیت لري.
 نوموړي په انجينري پوهنځي کې تر ليسانس کچې زده کړې کړې او اووه کاله کاري تجربه لري.
 مل د کوم سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د اجماع روشنګران ملي افغانستان ګوند له خوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته معرفي شوی دی.
 
 ۳- مسافر قوقندي،  د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او ویاند:
 مسافر قوقندي د محمد رحیم زوی او ۳۶ کاله عمر لري، په قوم ازبک او د پروان ولایت اوسېدونکی دی او د افغان تابعیت لري.
 قوقندي په ټولنیزو علومو کې تر ليسانس کچې پورې زده کړې کړې او اووه کاله کاري تجربه لري.
 هغه د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د ملي اعتدال ګوند له خوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنر پوسټ ته معرفي شوی دی.
 
 ۴- محمد حنیف دانشیار، ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
محمد حنیف دانش یار د زوارشاه زوی دی او ۳۵ کاله عمر لري. هغه د غزني ولایت اوسېدونکی او په قوم هزاره دی، افغان تابعیت لري، د فسلفې او ټولنپېژندنې په څانګه کې یې تر لیسانس کچې پورې زده کړې کړې او شپږ کاله کاري تجربه لري.
دانشیار د کوم سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د انسجام ملي ګوند له خوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته معرفي شوی و.
 
۵- اورنګ زېب، ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
اورنګ زېب د محمد حسن زوی او د ۱۳۵۸ کال د وري په ۱۰مه په پکتیا ولایت کې زېږېدلی او ۳۹ کاله عمر لري، په قوم پښتون دی او د افغان تابعیت لري.
 نوموړي منځنۍ او ثانوي زده کړې د کندوز په شېرخان لېسه کې بشپړې کړې او لوړې زده کړې یې د ليسانس تر کچې د کرنې پوهنځي کې کړې او ۱۰ کاله کاري تجربه لري.
 اورنګ زېب په ۱۳۹۲ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د ولسمشرۍ ریاست په تایید د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو، له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې پر دغه پوسټ دنده ترسره کوي او د ټاکنو کمېسیون لپاره ډېرې لاسته راوړنې لري.
 هغه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په تنظیم کې مهم رول لوبولی دی.
 اورنګ زېب د سیاسي ګوندونو غړیتوب نه لري او د حرکت وحدت اسلامي ګوند له خوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته معرفي شوی دی.
 
۶- مولانا محمد عبدالله، ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
مولانا عبدالله د لطف الرحمن زوی او ۴۶ کاله عمر لري. په قوم تاجک او د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی او افغان تابعیت لري.
نوموړي د حقوقو په پوهنځي کې تر ليسانس کچې زده کړه کړې او ۱۶ کاله کاري تجربه لري.
مولانا محمد عبدالله د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته د مدني بنسټ له خوا معرفي شوی دی.
 
۷- رحیمه ظریفي، ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
رحیمه ظریفي د محمد جمعه لور او ۵۱ کاله عمر لري. په قوم تاجکه او د بلخ ولایت اوسېدونکې ده او افغان تابعیت لري.
نوموړې په مدیریت او سوداګرۍ څانګه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې او ۲۰ کاله کاري تجربه لري.
مېرمن ظریفي د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرۍ څوکۍ لپاره د مدني بنسټ له خوا معرفي شوې ده.