د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له درې ګونو اجراييه، مقننه او قضاييه قوو جوړ دی، چې ولسمشر يې په سر کې ځاى لري. ولسمشر بيا دوه لومړى او دويم مرستيالان هم لري.
د اساسي قانون له مخې، افغانستان يو خپلواك، نه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دين، د اسلام سپېڅلى دين دى. د نورو دينونو پيروان د خپل دين په پيروۍ او د خپلو ديني مراسمو په اجرا کې د قانون د حکمونو په حدودو کې ازاد دي.
ولسمشر د خلکو (رايه ورکوونکو) د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې تر پنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو ټاکل کېږي.
اجراييه قوه:
د افغانستان اجراييه قوه، چې حکومت هم ورته وايي، هغه اجراییوي ارګان دی، چې د مقرراتو او قوانينو د تطبیق چارې پر غاړه لري. د اساسي قانون د ۷۱مې مادې له مخې، حكومت له وزيرانو څخه جوړ دى، چې د ولسمشر تر رياست لاندې كار كوي. وزيران د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي او د دې جرګې تر تاييد وروسته پر دندو ټاکل کېږي.
د افغانستان حکومت د ۲۴ وزارتونو درلودونکى دى. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې يو شمېر ریاستونه، ادارې او کمېسیونونه، د دې لپاره چې د افغانستان د ودې او پرمختګ په بهير کې ګټور تمام شي، جوړ کړي دي.

قضاييه قوه:
د افغانستان د جمهوري دولت قضاييه قوه د يو خپلواک بنسټ په توګه فعاليت کوي. قضاييه قوه له يوې سترې محكمې، د استيناف له محكمو او ابتدائيه محكمو څخه جوړه ده، چې دندې او واكونه يې د قانون له مخې تنظم شوي دي.
ستره محكمه د ستر قضايي ارګان په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قضايې قوې په سر كې ده. ستره محكمه نهه غړي لري چې د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې په تاييد او د اساسي قانون د ٥٠مې مادې د وروستۍ فقرې او د ١١٨مې مادې د حکمونو په رعايت په پيل کې په دې ترتيب ټاکل کېږي:
درې تنه د څلورو کلونو لپاره، درې تنه د اوو کلونو لپاره او درې تنه د لسو کلونو لپاره.
وروستۍ ټاکنې د لسو کلونو لپاره دي، د غړو ټاکل د دويم ځل لپاره جواز نه لري. جمهور رييس د سترې محکمې يو غړى د سترې محکمې د رييس په توګه ټاکي. د سترې محکمې غړي د اساسي قانون په ١٢٧مې مادې کې له راغلي حالت پرته، د خدمت د دورې تر پايه له خپلو وظيفو نه عزلېږي.
مقننه قوه:
د افغانستان د جهوري دولت مقننه قوې ته ملي شورا هم وايي، دغه شورا له دوو جرګو (مجلسونو)، ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه جوړه ده. د اساسي قانون د ۸۱مې مادې له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورا، د ستر تقنيني ارګان په توګه د خلكو د ارادې ښكارندويه ده او د ټول ملت استازيتوب كوي.