په ډيموکراتيکو نظامونو کې خلک حق لري، چې خپل نظام په خپله وټاکي او دغه حق د ټولټاکنو له لارې ترلاسه کېداى شي.
زموږ ولس يو ځل بيا هغه پړوا ته ورنږدې کېدونکى دى، چې ولسمشر او د ولايتي شوراګانو غړي په کې ټاکل کېږي.
زموږ په ولس کې د بېسوادۍ کچه ډېره لوړه ده، چې دوى نه شي کولى د هر کانديد کړنلاره او پلان مطالعه کړي او د هغه په رڼا کې تر ټولو غوره شخص وټاکي.
دوى اړ دي، چې د کانديدانو او د هغوى د پلانونو  په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه معلومات ورته چاپي، غږيزې، تصويري او برېښنايي رسنۍ چمتو کوي.
د همدې مهم او درانه مسووليت له مخې، ټولې رسنۍ بايد داسې څه خپاره کړي، چې خلک يې په رڼا کې خپل راتلونکى برخليک په خپله خوښه وټاکي.
پژواک خبري اژانس، چې د خپلې بې پلوه او متوازنې پاليسۍ له امله د هېواد د ننه او بهر د يوې باوري سرچينې حيثيت لري، خپل فرض ګڼي، چې راتلونکې ټاکنې هم د تېر په څېر په ناپلوې او کره توګه تر پوښښ لاندې راولي، همدغې موخې ته د رسېدو لپاره لاندې لارښود خپلو خبريالانو ته وړاندې کوي:
 
رايه ورکوونکي
رايه ورکوونکي، جنس، ژبې، ټبر او مذهب ته له پاملرنې پرته ټول هغه افغانان دي، چې د رايې ورکولو سن (١٨ کلني) يې پوره کړى وي.
رايه ورکوونکي د ټولټاکنو يو تر ټولو مهم عنصر جوړوي، پرته له دوى ټاکنې نه کېږي او په کومو ټاکنو کې، چې د دوى وڼده پوره ټيټه وي، نو د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
دغه راز د اساسي قانون او ټاکنېو قانون له مخې، هغه کانديد بريالى ګڼل کېږي، چې  (٥٠+١) رايه (د ټولې رايې له نيمايي زياته) تر لاسه کړي.
نو دغه اصل ته په پام يوه رايه هم د يوه کانديد په برياليتوب کې مهمه ونډه لري او بايد په اهميت ورته قايل شو.
خبريالان بايد په دې پوه شي، لکه څنګه چې رايه ارزښت لري، همدارنګه يې کاروونکي هم ارزښت لري او بايد له پامه ونه غورځول شي.
فرض کړئ!
په يوه ورځ د درېيو کانديدانو بېلابېلې غونډې دي، دوه يې ډېرې مجللې دي او يوه يې بيا عادي ده.
درې واړو غونډو ته د کانديدانو خپل – خپل پلويان راغلي دي.
خبريال بايد په دغه صورت کې عادي غونډه له پامه ونه غورځوي، ښايي د دې کانديد مالي امکانات لږ وي، درې واړو ته په يوه خبر کې ځاى ورکړل شي او د کانديدانو خبرو ته مساوي حق ورکړل شي.
که داسې ونه شي، د هغه کانديد، چې تاسو يې خبر کې يادونه نه ده کړې، پلويان يې خوابدي کېږي، تاسو د ځانګړو کانديدانو په پلوۍ تورنوي او باور در باندې نه کوي.
په ټاکنيزو غونډو کې د هرې طبقې خلک ګډون کوي، ځينې  خبريالان ډېر د هغو چا خولې ته مايک نيسي، چې ظاهري کش او فش يې جوړ وي او عادي خلک له پامه غورځوي.
دا کار مسلکي والى نه ښيي، خبريال بايد د هرې طبقې له خلکو سره وغږيږي او بيا له هر ټيپ نه هغه خبرې راټولې کړي، چې له نورو په زړه پورې او مهمې وي.
 
په نظر اخيستلو کې احساسات مه شريکوئ:
هر څوک ځانګړي احساسات لري او د ځانګړو اوصافو لرونکي خلک يې خوښېږي، خو د مرکې په وخت کې بايد له دغو احساساتو ډډه وشي.
فرض کړئ!
د يو خبريال د کليوالي لباس لرونکو پر ځاى، دريشي او نيکټايي والا کسان خوښېږي.
يا په ښځينه خبريالانو يواځې خپل جنس ګران وي، يا کوم خاص مذهب او ژبې ته ميلان لري، خو په مرکو کې بايد دغه احساسات له پامه وغورځول شي او ټولو ته په يوه سترګه وکتل شي.
ښايي يو کليوال تاسو ته داسې په زړه پورې نقل قول درکړي، چې د ښاري په ذهن کې هم نه وي او يا بالعکس.
 
د سرچينو په پېژندلو کې حساس اوسئ!
فرض کړئ، د يوه کانديد د ملاتړ په موخه غونډه جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې بهرنيانو او يا ماشومانو هم ګډون کړى، تاسو بايد په دې پوه شئ، چې بهرنيان د رايې ورکولو حق نه لري او هغه افغانان رايه ورکولى شي، چې لږ تر لږه يې  د ١٨ کلنۍ عمر پوره کړى وي.
نو تاسې بايد د رايې ورکوونکي په توګه هغه څوک انتخاب کړئ، چې د رايې ورکولو شرايط ولري.
 
هر نقل قول مه خپروئ!
ځينې خلک د خبرو په وخت کې دومره احساساتي کېږي، چې د منطق له چوکاټه وځي.
ښايي تاسو ته د يوه کانديد پلوي ووايي چې: ((موږ بايد  فلاني ته ځکه رايه ورکړو، چې تر ټولو نورو کانديدانو غوره دى او که واک ته ورسېږي، نو په يوه کال کې به وطن ګل و ګلزار کړي.))
دا خبره منطقي نه ده، هر څوک ځان ته دغوره والي خپل معيار لري، دغه شان خبرې په نورو کانديدانو او يا د هغوى په پلويانو ښې نه لګېږي.
په دغه شان حالت کې بايد نظر ورکوونکى وپوښتل شي: ايا نور ټول کانديدان پېژنې؟ څنګه ويلى شې، چې فلانى له نورو غوره اوسي؟
يا څنګه کېداى شي، چې دا وران ويجاړ وطن دې په يوه کال کې جوړ شي؟
 
طبيعي ده، چې دغو پوښتنو ته مقابل لورى منطقي ځواب نه لري، نو بايد له وچ نقل قول نه يې هم ډډه وشي.
 
کانديدان
زموږ په هېواد کې ټاکنې يو نوى شى دى، لکه څنګه چې يې رايه ورکوونکي له فرهنګ سره سم بلد نه دي، کانديدان هم همداسې درواخله.
ځينې کانديدان د خپل ملاتړ په موخه عجيبه شعارونه ورکوي.
په تېرو ټاکنو کې د ولسي جرګې او حتى د ولايتي شور اګانو ځينو غړو ويل، چې که وکيل شي، نو سړکونه به قير کړي، حال دا چې د سړک قير کول د يو وکيل واک نه دى.
د بېلګې په توګه:
هېوادوال له بېکارۍ او د کور د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي، کانديدانو هم دا درک کړې ده.
يو کانديد وايي: ((زه به ډېر ژر يو ميليون کسانو ته کار پيدا کړم او يو ميليون کورونه به جوړ کړم.))
که  دا شعارونه همداسې خپاره شي، نو بل کانديد ښايي په خپل شعار کې دغه شمېره څو ميليونو ته لوړه کړي او رايه ورکوونکي په خپل تصميم کې حيران کړي.
د دغه شان شعارونو په اړه بايد وضاحت وغوښتل شي، له کانديد څخه وپوښتل شي:
له کومو سرچينو دا کار کولى شې؟ دا کار ډېر پرمختللي هېوادونه نه شي کولى، تاسو يې څنګه کولى شئ او ... ؟  دغه شان پوښتنې کانديدان له مبالغو څخه د منطق ميدان ته راښکته کوي.
ځينې کانديدان له نورو سره تربګني لري، په هغوى غټ او بې شرمه  تورونه لګوي.
خبريال بايد په دې پوه شي، چې هتک حرمت قانوني جرم دى، په خپرولو کې يې هم له احتياطه کار واخلئ.
تور لګوونکي ته ووايئ: په دې اړه کوم ثبوت او شواهد لرئ؟
که مقابل لورى دې محکمې ته کش کړي، څه ثبوت به وړاندې کړې او ... ؟
 
 په اعدادو کې محتاط اوسئ!
 
ځينې کانديدان د دې لپاره، چې پراخ ملاتړ وښيي، په ارقامو کې مبالغه کوي.
د بېلګې په توګه: په هوټل کې غونډه جوړوي، دعوه کوي، چې په دې غونډه کې ٥٠٠٠ کسانو برخه اخيستې وه او ټولو خپل ملاتړ وښود.
تاسو بايد ځان ته معلومه کړئ، چې دغه هوټل د دومره کسانو ګنجايش لري؟ په دې اړه تاسو کولى شئ، د هوټل له مدير نه پوښتنه وکړئ او هم ورته ووايئ، چې د څو تنو لپاره مو ارډر ترلاسه کړى و؟
ځينې وخت دغه شان غونډو ته په نورو پلمو خلک غوښتل کېږي، د دې لپاره چې حقيقت ته ورسېږئ، له څو کسانو څخه وپوښتئ:
دلته ولې راغلي ياست؟
چا راغوښتي يئ؟ 
ايا دغه کانديد پېژنئ او ملاتړ ترې کوئ؟
 
بيا هم احتياط
کانديدان تل د خپلې بريا په موخه د خلکو له نبض سره سمې خبرې کوي، کوښښ وکړئ، چې خبرې يې له پخوانيو ويناوو سره پرتله کړئ.
د بېلګې په توګه اوس مهال د سويلي او يو شمېر ختيځو ولايتونو خلک د بهرنيو ځواکونو له بمباريو او خپلسرو پلټنو څخه تر پوزې راغلي دي. 
دغه راز په شمالي ولايتونو کې خلک له طالبانو ډېره کرکه لري.
طبيعي ده، چې کانديد به په دواړو سيمو کې د خلکو له غوښتنې سره سمې خبرې کوي.
د بېلګې په توګه: سوېل ته تللى کانديد به وايي: ((که تاسو رايه راکړه ټول بهرنيان به و باسم، طالبان هم د دې وطن بچيان دي، هغوى ته به حکومت کې ځاى ورکوم او ...))
اوس که همدا کانديد شمال ته ځي، نو خبرو ته يې ځير اوسئ.
ښايي هغه هلته ووايي: ((بهرنيان زموږ د خلکو او ولس په ګټه دي، که زه واک ته ورسېدم د دوى له مرستو به د وطن په پرمختګ کې ښه استفاده وکړم.))
يا وايي: ((طالبان ترورېستان دي، شمالي دوى وسوځاوه، وطن همدوى وران کړ، که زه واک ته ورسېدم دغه شومه پديده به ورکوم.))
که له تاسو سره دغه بګرونډ وي، ترې وپوښتئ: تاسو په هلمند کې داسې ويلي و او اوس ....؟؟
فرض کړئ، د پوښتنې موقع مو ترلاسه نه کړه، په راپور کې د شمال خبرې را واخلئ، خو بيا ووايئ، چې ده په هلمند کې په دغه نېټه په دغه ځاى کې په جوړه شوې غونډه کې داسې ويلي ...
په دې کار تاسو کولى شى، چې له رايه ورکوونکي سره مرسته وکړئ او د کانديد له افکارو يې خبر کړئ.
 
ټاکنيزې  سرغړونې:
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ټاکنيزې سرغړونې کېږي، چې وروسته سترې ستونزې رامنځ ته کوي او حتى خبره تر جګړې رسېږي.
له ټاکنيزو سرغړونو خبريالان هغه وخت خبرېږي، چې دغه سرغړونې وپېژني او دا هغه مهال پېژندلى شي، چې لږ ترلږه د ټاکنو قانون مطالعه کړي.
خبريالان بايد په دې پوه شي، چې په ټاکنو کې يواځې د دې هېواد اتباع برخه اخيستلى شي، که تاسو د رايې ورکولو په ورځ د يوه بهرني په لاس کې د ټاکنو کارت وينئ، له سترګو يې مه غورځوئ، پلټنه يې وکړئ او خبر يې خپور کړئ.
دغه راز کېداى شي تاسې يو داسې څوک ووينئ، چې عمر يې له ١٨ کلونو ټيټ وي او رايه يې کاروله، نو راپور پرې جوړ کړئ.
د ټولټاکنو په قانون کې د ټاکنيزې سرغړونې تر سرليک لاندې ١٩ موارد ثبت شوي دي.
له دې جملې  څخه ګواښ، د رسمي څارونکو د کار مخنيوى، له يوه څخه ډېر د رايې ورکولو کارتونو لرل او کارول يې، په خپلسر د رايو په صندوقونو کې لاس وهل او .. يادولى شو.
 
هر کله که خبريال له دغه شان سرغړونو سره مخ کېږي بايد په اړه يې پلټنه وکړي او خبر يې ورکړي.
دغه سرغړونې تر ډېره هغه وخت بربنډېږي، چې خبريال په سيمه کې حاضر وي او هر څه له نږدې وڅاري.
 
د بېلګې په توګه:
د رايې ورکولو پر مهال اړوند مسوولين د شخص ګوته په رنګ کوي، ترڅو معلومه شي، چې هغه بيا رايه ونه کاروي.
اوس که تاسو يو داسې څوک ووينئ، چې ګوته يې رنګ ده او بيا هم د رايې ورکولو صندوق ته ځي، نو ښکاره ده، چې دويم ځل د رايې ورکولو مانا ورکوي او سرغړونه ګڼل کېږي.
د ټاکنو د قانون د ٤٤مادې له مخې، د رايې ورکولو د مرکز په ٥٠٠ مترۍ کې د کورنيو چارو وزارت له اجازې پر ته، څوک نه شي کولى وسله وګرځوي.
خو که تاسو په کوم مرکز کې د دغې مادې خلاف وسلوال کسان ګورئ، نو په اړه يې پلټنه وکړئ او راپور يې ورکړئ.
دغه راز د ياد شوي قانون له مخې، له ټاکلي وخت نه وړاندې د رايې ورکولو د مرکز د بندولو حکم د اړوند دفتر د رييس له مخې هغه وخت صادرېدى شي، چې  کومه پېښه (سخت توپان، سيلاب ... او يا کوم بل افت) د رايې ورکولو بهير ناشونى کړي، خو که چېرې هېڅ داسې وېره نه وي او مرکز تړل کېږي، نو د قانون خلاف کار دى، بايد په اړه يې څېړنه وشي او خبر يې خپور شي.
خو په ياد ولرئ، چې که د کوم افت له مخې هم د رايې ورکولو مرکز تړل کېږي خبري ارزښت لري.
 
 احتياط !!!!  
اصل دا دى، چې هېڅکله د ګونګوسو پر بنسټ بايد خبر جوړ نه شي، ځکه د خبر بنسټ په واقعيت ولاړ وي، نه په ګونګسو.
خو د ټاکنو پر مهال بايد دغه اصل ته تر هر وخته ډېره پاملرنه وشي، دا ځکه چې غلط راپور ورکول د ټاکنو پر پايلو ناوړه اغېز ښندي او خلک  پرې بې باوره کېږي.
دا يو معمول دى، چې هېڅوک په اسانه خپله ماته نه مني، د خپلې ماتې لپاره بېلابېل دلايل وړاندې کوي.
د ولسمشرۍ راروانو ټاکنو ته به ګڼ شمېر کانديدان وديږي او طبيعي ده، چې د ټاکنو په پايله کې به له دغو کانديدانو څخه يواځې يو تن بريالى کېږي او نور به ماتې خوري.
دغه مات کانديدان ښايي خپله ماته ونه مني او د دې لپاره داسې ګونګوسې خپرې کړي، چې خپله ناکامي په کې پټه کړي.
 
 د بېلګې په توګه:
د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته تاسو ته يو کانديد او يا د هغه پلويان زنګ وهي، چې  د رايې ورکولو په پلاني مرکز کې په سلګونو ماشومانو رايې وکارولې، يا د رايو صندوقونه په لاره کې پرانېستل شول او يا ....
هېر نه کړئ، چې دا مهال پوره احتياط پر تاسو فرض دى، که شوني وي ځان سيمو ته ورسوئ، هر څه په خپله وګورئ، يا له اړوندو کسانو، نورو کانديدانو، د ټاکنو له سيمه ييزو کارکوونکو سره معلومات شريک کړئ او هغه وخت د خبر په ليکلو پيل وکړئ، چې ښه يې په رښتينوالي ډاډه شئ.