Absenteeism closes district offices in Ghazni

 
غزني (پژواک ١٣ تله ٩٠): د غزني په ١٢ نا ارامو ولسواليو کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې له ولسوالۍ او قوماندانۍ پرته نورې ټولې ادارې تړلې او مامورين يې په کورونو کې ناست دي.په دغو دوولسو ولسواليو کې د ګيرو، قره باغ او اندړو ولسوالۍ هم شاملې دي، چې په کې ټولې حکومتي ادارې تړلې دي.
د قره باغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي وايي، چې په يواځې سر د ټولو ملکي ادارو چارې پر مخ وړي او مامورين په خپلو کورونو کې معاشونه اخلي.
نوموړى زياتوي، څارنوالۍ، محکمه، عدليه او د کرنې شپږ مدريتونه ټول تړلي او دى يې په يواځې سر چارې پر مخ وړي.
د قره باغ ولسوال زياتوي، چې له همدې امله د حکومت او خلکو تر منځ واټن زيات شوى او خلکو د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو محکمو ته مخه کړې ده.
د ده په خبره، دغه ستونزه يې ولايتي شورا او نورو ادارو ته رسولې، نور يې د حل لارې پر دوى پورې اړه لري.
د غزني له اتلسو ولسواليو څخه په دوولسو ولسواليو کې مقر، قره باغ، ګيلان، ګيرو، اب بند، اندړ، زنخان، رشيدان، خوګياڼي، واغز، اجرستان او ده يک شاملې دي، چې ډېرى مامورين يې دندو ته نه حاضريږي.
د اندړو ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس متقاعد جنرال صالح ګل وايي، چې شعبو ته د مامورينو نه ورتګ د ټولو نا ارامو ولسواليو ګډه ستونزه ده، خو حکومت ورته پاملرنه نه کوي.
دى وايي، چې په دغو ولسواليو کې يواځې د پوليسو پوستې شتون لري، ولسوال هم په مياشت کې څو ورځې ورځي او نور وخت په غزني ښار کې، په خپلو کورونو کې تېروي.
د ګيرو ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر عبدالنبي يوسفي هم وايي، چې يو شمېر ولسوالۍ په امنيتي پوستو بدلې شوې او که په ځينو کې يې نړيوال ځواکونه نه وي پوليس يې د ساتنې جوګه نه شي کېداى.
هغه وايي، چې د ګيرو په ګډون په ټولو ناامنو ولسواليو کې دولتى ادارې تړلې دي، ولسوالان يې نه ورځي او دولت يې هم په اړه کوم کوټلى ګام نه اخلي.
د ځينو حکومتي ادارو چارواکي هم مني، چې د ولسواليو څانګې يې تړلې، خو پړه يې د نا امنۍ پر شتون ور اچوي.
د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار وايي، چې په ولسواليو کې يې د مامورينو او مديريتونو امنيت خوندي نه دى، نو ځکه خپل مامورين په زوره دې ته نه اړ باسي، چې يوې نا ارامې سيمې ته ولاړ شي.
د ولايتي شورا استازي هم په ولسواليو کې د کمزورې حکومت دارۍ خبره مني او اصلي ستونزه نا امني او جګړې بولي.
د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي، چې د غزني په ټولو نا امنو ولسواليو کې حکومتي ادارې تړلې او ډېر ولسوالان د ټېلېفون له لارې ولسوالۍ اداره کوي.
دى وايي، تر يوه بريده په خپله چارواکو دغه حالت راوستلى، چې له امله يې ادارې تړل شوې او کارونه يې نيمګړي پر مخ روان دي.
پژواک د دې ستونزې د هوارۍ لپاره له ولايتي چارواکو سره هم خبره شريکه کړه، خو هغوى نه دا ستونزه رد او نه يې تاييد کړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.