کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د ملي وفاق ګوند د مشرانو جرګې له مشر او د بلخ له والي وغوښتل چې لنډمهال حکومت جوړ کړي او په دې توګه هېواد له بحران څخه وژغوري.
د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې د دې لامل شوې چې تر اوسه يې پايلې نه دې اعلان شوې.
دواړه مخکښ کانديدان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب د ټولو رايو پر تفتيش او "د ملي وحدت " حکومت پر جوړولو سره سلا شول، خو د ٧٥ سلنه رايو تر تفتيش وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې دغه پروسه ناسمه وبلله او وايي چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو د څرنګوالي په اړه د سياسي خبرو لړۍ هم له بندښت سره مخ شوې ده.
د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر نن په خبري ناسته کې د ټاکنو پروسې پر غځېدو اندېښنه څرګنده کړه.
هغه دعوه کوي چې د ولسمشرۍ کانديدان د خپلو شخصي ګټو لپاره نه غواړي دغه ملي پروسه په سمه توګه پاى ومومي.
شېر زياته کړه: ((ما د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو له خلکو سره اړيکې نيولې، هغوى نور دغه دواړه کانديدان نه غواړي... دغه خلک وايي چې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او د بلخ والي عطامحمد نور دې په ګډه يو لنډمهال حکومت جوړ کړي او هېواد دې له بحران څخه وژغوري.))
د هغه په اند، مسلميار او عطامحمد نور د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک لري او مديريتي وړتياوو ته يې په پام، هېواد له ستونزو ژغورلى شي.
د ده په وينا، هغه کسان بايد محاکمه شي چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي.
شېر دا هم وويل چې د ملي وفاق ګوند به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته اجازه ورنه کړي چې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي؛ ځکه چې په دغه کار سره په هېواد کې د جګړو د رامنځته کېدو امکان شته.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې هم ويلي چې د ټاکنو پايلې دې نه اعلانېږي، خو د تحول او تداوم ډلې د ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، کېداى شي د ټاکنو وروستۍ پايلې راتلونکې اونۍ اعلان شي.
د مشرانو جرګې له مشر سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د بسم الله شېر د څرګندنو په اړه وويل چې دغه څرګندونې يواځې د ملي وفاق ګوند يو وړانديز دى او د دا ډول موضوعاتو په اړه عطامحمد نور فکر نه دى کړى.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې د داسې مسايلو په اړه بايد مشران پرېکړه وکړي.
Add new comment