کندوز ښار(پژواک، ١٥ لړم ٩٧): پژواک خبري اژانس ځينې داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې د کندوز د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو د ځينو نوماندانو په ګټه، د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه کړې ده.
دغه سندونه د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د رايې ورکولو له ١٧ محلونو څخه ترلاسه شوي دي.
د دغو اسنادو له مخې، د کندوز د ټاکنو کمېسيون کارکونکو د ټاکنو د پايلو په پاڼو کې د حميدالله حميدي، عبدالغفور قيومي او سيد پرويز سادات په ګټه لاسوهنې کړې دي.
د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، يادو نوماندانو د ټاکنو په ورځ د امام صاحب په يادو محلونو کې يا هېڅ رايې نه دي وړي او يا يې هم ډېرې کمې ترلاسه کړي، خو وروسته هر يو ته په هر محل کې لسګونه رايې اضافه شوې دي.
د بېلګې په توګه حميدالله حميدي په صفر پنځم محل کې هېڅ رايه نه ده وړې، خو ٥٦ رايې ورته رسول شوې دي، دغه راز په همدې محل کې عبدالغفور قيومي هم هېڅ رايه نه ده وړې، خو ٩١ رايې ورته رسول شوې دي.
همدارنګه بيا په صفر يو محل کې سيد پرويز سادات دوه رايې وړې دي، خو ٥٢ رايې ورته رسول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پايلو پاڼې په محافظتي کڅوړو کې ساتل کېږي چې يواځې د کمېسيون کارکوونکي ورته لاس رسى لري.
په دې اړه يوتن ناظر، محمد اجمل پژواک ته وويل چې د ټاکنو په ورځ دغو کانديدانو يو ډول رايې اخيستې وې، خو وروسته د دوى په ګټه د پايلو په پاڼو کې لاسوهنې شوې دي.
دغه راز له کندوز څخه ولسي جرګې ته نوماند محمد منصور پژواک ته وويل چې د پايلو په پخوانيو پاڼو کې د دغو کانديدانو د رايو پايله يو ډول وه خو اوس بل ډول ده.
هغه وايي: (( کله چې زموږ ناظرينو موږ ته احوال راکړ، نو ددغو کانديدانو رايې يو ډول وې، خو اوس چې ګورو له څلورو يې ٤٤ جوړې کړي، له دوه يې ٥٢ جوړې کړي، نو دغه شان لاسوهنه يې په کې کړې ده.))
همدارنګه بل نوماند نجيب الله هم وايي چې که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي دوى به د ټاکنو پايلې تحريم کړي.
هغه وايي: (( امام صاحب ولسوالۍ کې ډېره درغلي شوې چې په هيڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه ده، دا بايد دقيق وڅېړل شي.))
په دې اړه تورن نوماند حميدالله حميدي پژواک ته وويل: (( زه د دغې موضوع په اړه هېڅ معلومات نه لرم چې دا څه ډول کار شوى دى.))
دغه راز دوه نورو تورونو نوماندانو عبدالغفور قيومي او سيد پرويز سادات بيا له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه شوې ده.
هغه وايي: (( موږ په دې اړه د شکايتونو له کمېسيون سره دوه ځلې غونډه وکړه، پرېکړه دا شوه چې د امام صاحب ولسوالۍ صندوقونه د همدې مسئلې لپاره بايد بېرته له سره چک شي.))
د عمر په وينا، کومو کسانو چې په دې پايلو کې لاسوهنې کړې ده، هغوى ټول به عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د يادونې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي د مشخصو نوماندانو په ګټه، پر کار کولو تورن دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.