۴۳- حاجي لطف الله بابا
انتخابي سناتور
حاجي لطف الله بابا د محمد صديق زوى د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زيږېدلى دى.نوموړي لومړنۍ زده کړې په خپلې ولسوالۍ کې ترسره کړي او ثانوي زده کړې يې په جلال اباد ښار کې د عبدالوکيل په لېسه کې په ١٣٦٧ لمريز کال کې پاى ته رسولې دي. لطف الله بابا د ډاکټر نجيب د واکمنۍ په دور کې پېښور ته مهاجر شو او هلته يې خپله سوداګري پيل کړه،په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ننګرهار له عالي دارالمعليمن څخه فارغ شو، نوموړى د تېلو شرکتونه لري او په هېواد کې د تېلو ګڼ شمېر پمپونه هم لري، چې د هېواد په کچه د تېلو سوداګر دى. لطف الله بابا دا مهال په ننګرهار کې د دعوت اسلامي ګوند مشر دى او هم د افغانستان د مشرانو جرګې د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا په استازيتوب تللى دى. دى په پښتو،دري او اردو ژبو خبرې کولى شي. لطف الله بابا پخوانۍ سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٨٩١٩١
۴۴- فضل هادي مسلميار
انتخابي سناتور
فضل هادي مسلميار د حاجي محمد عمر زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال كې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زيو د چينو په كلي كي زېږېدلى دى، لومړنۍ زده كړي يې په پېښور كي د اكوړه خټك د الهجرت او الجهاد په ښوونځي كې ترسره كړي او وروسته بيا د ديني زده كړو لپاره د جامعه امداديه العلوم په مدرسه كي شامل او په ۱۳۷۴ كال كې فارغ شو.
مسلميار د ديني زده كړو تر څنګ د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په عالي لېسه كې هم خپل تحصيل ته دوام وركړ او د دې لېسې له فراغت څخه وروسته د لوړو زده کړو په موخه د ننګرهار په اريانا پوهنتون كې شامل او په ۱۳۸۹ كال كې يې ديپلوم د سياست او دېپلوماسۍ په څانګه كې د نوموړي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي ترلاسه كړ.
نوموړي د روسي اشغالګرو پر ضد جهاد كې پراخه برخه اخيستې او د مجاهدينو تر واكمنۍ پورې يې د مختلفو مجاهدو ټولګيو د سرګروپ په توګه پاتې شوی او د مجاهدينو د حكومت پرمهال يې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د دفتر د امر دنده پر غاړه درلوده، چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د لنډ مهاله حكومت په دوران كې د ننګرهار ولايت د يوولسمې فرقې د مرستيال مسووليت وروسپارل شو.
فضل هادي مسلميار د ۱۳۸۴ لمريز كال د ټاكنو له لارې د ننګرهار د ولايتي شورا غړيتوب ترلاسه كړ، چې د همدې شورا د ټاکنو له لارې د ننګرهار د ولايتي شورا په څلور كلنه دوره كې د رييس په توګه وټاكل شو.
نوموړي په ۱۳۸۸ كال کې د ولايتي شوراګانو په دويمه دوره ټاكنو كې بيا ګډون وكړ او د دويم ځل لپاره د ننګرهار د ولايتي شورا غړى او د ټاكنو په ترڅ كې يې د مشرانو جرګې غړيتوب ترلاسه او په همدې كال د ملي شورا د پنځلسمې دورې په پنځم تقنيني كال كې يې د مشرانو جرګې د لومړي نايب څوکۍ ته ځان کانديد كړ، چې په پايله كې د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره بريالى شو.
مسلميار د افغانستان د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د لومړي تقنيني كال په پيل كې د مشرانو جرګې د رياست څوکۍ ته ځان كانديد او د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره د جرګې رييس شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠٠٥٨٥٨
۹۵- الحاج محمدعيسى خان شينوارى
انتصابي سناتور
حاجي محمد عسى شينوارى د مير افضل خان زوى ، د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی دى، نوموړى په ۱۳۰۹ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زيږېدلى دى. محمد عيسى شينواري يواځې لږ ديني زده کړې لري .
نوموړى په مشرانو جرګه کې انتصابي غړى دى، د مجاهدينو په دوره کې د جبهې قوماندان پاتې شوى او تر اخره د صبغت الله مجددي په ګوند کې و، خو اوس مهال په هېڅ کوم سياسي ګوند پورې تړاو نه لري.محمد عيسى شينوارى د شينوارو قومونو يو قومي سپين ږيرى پاتې شوى دى، نوموړى په پښتو او دري ژبو خبرې کولى شي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦٧١٥٢٢