خوست ۱۲ اداري واحدونه  (ولسوالۍ) لري او د دغه ولايت د مرکز اړوند درې نورې سيمې متون، لکڼ او شمل هم اداري واحدونه ګڼل کېږي.
صبري: صبري د خوست ښار شمال ته په ۲۵ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې شمال ته يې د پکتياد جانيخېلو ولسوالۍ، لوېديځ ته يې د خوست د موسی خېلو، ختيځ ته يې د علي شېرو ولسوالۍ او سوېل ته يې خوست ښار موقعيت لري او خلک يې د سوداګر او نورو کسبونو په برخو کې په کار بوخت دي.
باک: دا هم د خوست ښار شمال ته په ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د صبريو او ځاځي ميدان له ولسواليو سره ګډه پوله لري او ويل کېږي، چې په دې ولسوالۍ کې يو لوی د اوبو بند جوړيږي، چې ټول خوست ته به برېښنا برابره او په زياته کچه ځمکه به هم ترې خړوبيږي.
ځاځي ميدان: دغه ولسوالۍ د خوست ښار شمال ختيځ ته په ۴۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې د پاکستان له کورمې ايجنسۍ سره ۸۱ کيلومتره اوږده پوله لري. خلک يې له دولت سره همکار دي او د خوست تر ټولو باامنه سيمه ياديږي. د دې ولسوالۍ غرونه په زياته اندازه کرومايټ ډبرې هم لري.
علي شېر: دغه ولسوالۍ له خوست ښار څخه ۳۵ کيلومتره لرې په ختيځه برخه کې له ډيورنډ کرښې سره پر پوله پرته ده. په دغه ولسوالۍ کې پر نوره کرنه سربېره په زياته اندازه وريجې کرل کېږي.
ګربز: د خوست ښار د سوېل ختيځ په ۲۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د پاکستان د شمالي وزيرستان له ميرانشاه سره اوږده پوله لري. خلک يې په سوداګرۍ بوخت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو په لېږد رالېږد کې لوی لاس لري.
تڼي: دغه ولسوالۍ د خوست ښار سوېل ته په ۱۸ کيلومترۍ کې پرته ده، لوېديځ ته د پکتيکا له نکې ولسوالۍ او سوېل ته د پاکستان له سوېلي وزيرستان سره ګډه پوله لري، د کرومايټ ډبرو کانونه په کې ډېر دي او غرونه يې په ځنګلونو پوښلي دي.
سپېره: دغه ولسوالۍ د خوست ښار سوېل لوېديځ ته په ۵۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې د پکتيکا ولايت له درېيو ولسواليو نکه، زېړوک او ګيان سره ګډه پوله لري او دا هم د پاکستان له جنوبي وزيرستان سره پر پوله پرته ده.
دوه منده: دغه ولسوالۍ د خوست ښار لوېديځ ته د خوست او ګردېز پر لويه لار پرته ده، غرونه يې ګڼ ځنګلونه لري او په ډېره کچه د جلغوزيو حاصلات لري.
موسی خېل: دغه ولسوالۍ هم يوه غرنۍ سيمه ده، چې له خوست ښار څخه د شمال ختيځ په لور په ۳۷ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ سره پيوسته ده، غرونه يې ځنګلونه لري او دلته هم کرومايټ ډبرې کانونه شته او د چهارمغزو او جلغوزيو حاصلات لري.
قلندر: دغه ولسوالۍ د خوست ښار ختيځ ته په ۴۰ کيلومترۍ کې پرته ده، شمال ته يې د موسی خېلو او سوېل ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ موقعيت لري.
نادرشاه کوټ: دغه ولسوالۍ د خوست ښار ختيځ ته د خوست-ګردېز پر لويه لار پرته ده غرنۍ سيمه ده او په غرونو کې يې د جلغوزيو او چهارمغزو ونې ډېرې دي.
اسمعيل خېل او مندوزي: دغه ولسوالۍ له خوست ښار سره نږدې پرته ده، چې سوېل ته يې تڼي او ختيځ ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ پرتې دي او دا مهال په کې د يو نړيوال هوايي ډګر د جوړېدو چارې روانې دي.