د لغمان ولايتي شورا نهه غړي لري، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې پنځو پخوانيو غړو کولى شواى  خپلې څوکۍ وساتي.
دې شورا د داخلي ټاکنو په ترڅ کې لاندې کسان د اداري پلاوي د غړو په توګه د يوه کال لپاره ګومارلي دي:
رييس: محمد رفيع مموزى  
مرستيال: اجمل وفا
منشي: محمد ظاهر حسين خېل
 
1. - محمد رفيع مموزى:
محمد رفېع مموزى د پخواني جهادي قوماندان محمد زمان مموزي زوى دى او په ١٣٦١ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي د مهترلام په پتلا کلا په سيمه کې زيږيدلى دى. مموزي په روان ١٣٩٣ کال کې د ننګرهار اريانا پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې بشپړې کړې. د مموزي پلار دا مهال د پروان امنيه قوماندان دى، چې د جمعيت ګوند غړيتوب لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٢١٧١٢٠٠
٢- اجمل وفا:
اجمل وفا د علي اکبر زوى دى چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې د لغمان د مرکز مهمترلام اړوند پشه يو کلي کې زېږېدلى دى. وفا د ننګرهار پوهنتون له زراعت پوهنځي فارغ شوى، نوموړي د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او د شورا مرستيال وو. وفا د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې يو ځل بيا وکولى شو دې خپله څوکۍ وساتي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٧٠٣٠٣٠١
٣- عتيق الله عبدالرحيمزى:
عتيق الله عبدالرحيمزى د کټورخان زوى دى او په ١٣٤٨ لمريز کال کې د قرغيو په ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.  
نوموړي د لغمان په روښان لېسه کې په ١٣٧٥ کال کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي. دى پخوانى جهادي قوماندان پاتې شوى او د شوروي اتحاد پر ضد جهاد کې يې ونډه برخه اخيستې ده. عبدالرحيمزى وتوانېده چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي. نوموړى په تېروه دوره کې هم د ولايتي شورا غړى وو او له وکالته وړاندې قومي مخور پاتې شوى او هم يې د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې د قرغيو ولسوالي کړې ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٠٣١٣٩
٤- محمد يوسف ملنګزوى
محمد يوسف د ملنګ زوى او د لغمان د مرکز مهترلام اوسيدونکى دى. دى په ١٣٦٠ لمريز کال د لغمان ولايت په مرکز کې زيږيدلى او روښان ليسې کې تر دولسم ټولګي يې زده کړې کړې دي. ملنګزوى له وکالته وړاندې شخصي کاروبار کاوه.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٠٤٣٥٩٠٠
٥- محمد طاووس عادل
محمد طاووس عادل د محمد غاور زوى دى او په ١٣٦٣ لمريز کال کې د لغمان مرکز مهترلام  په ګومين کلي کې زيږيدلى دى. نوموړي د خپلو زده کړو په اړه معلومات ورنه کړل. وړاندې له دې چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي، نوموړي کومه رسمي دنده يې نه لرله.
 د اړيکو شمېره: ٠٧٨٨٩٢٩٢٥٥
 
٦- حاجي عبدالعزيز
حاجى عبدالعزيز د ګل محمد زوى او په ١٣٥٨ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي، د مهترلام په مسلم کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د لغمان له عالي دارالمعالمين څخه فارغ شوى. نوموړي له وکالته وړاندې د لغمان په روښان لېسه کې ښوونکى و او همداراز يې د خپل يوه خصوصي شرکت مشري لرله. نوموړى د هېڅ کوم ګوند سره اړيکې نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٠١٢١٣٠٢
٧- عبدالظاهر حسين خېل
عبدالظاهر حسين خېل د محمد طاهر زوى دى چې په ١٣٤٧ کال کې په خپل پلرني ټاټوبي د مهترلام اړوند پشه يي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د لغمان په روښان لېسه کې لوړې زده کړې کړې دي. دى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي قومي مشر وو. دى پخپله کومه سياسي مخينه نه لري خو د جهادي قوماندان محمد ايوب ورور دى.
٨- راضيه نيازۍ
راضيه نيازۍ د شېرعالم لور ده او په ١٣٦٧ لمريز کال کې د لغمان په مرکز مهترلام کې زېږېدلې ده. نوموړې د ننګرهارله اريانا خصوصي پوهنتون حقوقو پوهنځي څخه په ١٣٩٣ کال کې فارغه ده. کومه سياسي مخينه نه لري. تېره دوره کې هم وکيله وه.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٨١٩٨٢٧ 
 
٩- بي بي خورد رويا
بي بي خورد رويا د عبدالهادي لور ده او په ١٣٥١ لمريز کال کې په مهترلام کې زېږېدلې ده. نوموړې تر دوولسم ټولګي زده کړې لري. رويا د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم وکيله وه او يو ځل بيا وتوانېده چې په دې شورا کې خپله څوکۍ وساتي.
نوموړې مخکې له وکالته د مهترلام په مستورې ليسې کې ښوونکې وه. بي بي خورد کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٧٧٦٠٧٢