ميدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو کې موقعيت لري،د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره لوړ  دی. نفوس يې شاوخوا يوميليون تنه  اټکل شوى،خو بايد وويل شي چې دغه شمېر وروستى او ډيرکره نه دى .
د ميدان وردګو ولايت د هېواد د مرکزي ولايتونو په ډله کې دى ، په ولايتي کچه په درېيمه درجه ولايتونو کې حسابيږي او مرکز يې (ميدان ښار) د کابل ښار سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٥ كېلومترۍ كې پروت دی.
د ميدان وردګو ولايت ختيځ ته لوګر او کابل ، لوېديځ ته يې باميان ، سوېل لوېديځ او سوېل ته يې غزني موقعيت لري ، شمال لوېديځ ته يې هم باميان او شمال ته يې پروان ولايت موقعيت  لري . د دغه ولايت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ ) کيلومتره مربع ته رسيږي .
په ميدان وردګو ولايت کې ټول ټال  ۴۷ ملکي اونظامي ادارې شتون لري ، چې  ټولې فعاله   دي .
دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى او د کابل –هرات او کابل – باميانو لويې لارې ورڅخه  تېرې شوې دي .  
په پسرلي او دوبي کې يې هوا معتدله خو منى او ژمى يې هوا ډېر سړه وي او د ژمي پرمهال په کې ډېره واوره ورېږي  او د هېواد په سړو سيمو کې شمېرل کېږي. 
ولسوالۍ :
 ميدان ښار ددغه ولايت مرکز او سيداباد، جغتو ، چک ، دايميرداد (جلګه ) نرخ ، جلريز ، بهسود مرکز  او  لومړۍ حصه يې ولسوالۍ دي .  
پوهنه:
 په ميدان وردګو کې ٤٥٠ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١نجونې دي .
چې په دې مرکزونو کې لېسې ، منځني او لومړني ښوونځي ، دارالحفاظونه،مدرسې  دارالمعليمينونه ، دارالعلومونه  او تخنيکي ښوونځي موجود دي ، چې   د (۴٧٢٩ ) تنو استادانو له  خوا ورته تدريس کيږي.
ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نلري ، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده . 
په دغه ولايت کې ټول ښوونځي پرانيستي دي، خو يواځې په چک کې يو دارالعلوم د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوى دى، دغه راز کله کله د ناپېژانده وسله والو له خوا د نجونو د زده کړو پروړاندې ګواښونه پيدا کيږي ، چې بيا د سيمو د مخورو په هڅو ورته د حل لاره لټول کيږي .
دغه ولايت ته دولتي  پوهنتون هم منظور شوى ، خو لا تراوسه پورې يې په فعاليت پيل نه دى کړى ، دغه راز درې خصوصي ښوونځي او د تابش په نامه  يو خصوصي پوهنتون هم په فعاليت بوخت دى ، همدارنګه په دې وروستيو کې ددغه ولايت دچک ولسوالى د تخنيک انسټيټيوټ په ١٢ بېلابېلو څانګو او دټوپ دحسابدارۍ انسټيټيوټونه  هم دپوهنې وزارت له خوا فعال شوي ، چې دوه کلنې مسلکي زده کړې په کې کېږي .
کرنه او مالداري:
ددغه ولايت ډير وګړي په کرنيزو چارو بوخت دي او زياتره کورنۍ خپل ژوند له دې لارې تامينوي .
ددغه ولايت کرنيزه ځمکه  ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ښودل شوې ده ، چې  له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره يې ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي  ځمکه ده. په منځنۍ ډول ددې ولايت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره باغونو نيولې ده.
او کېداى شي چې دا شمېر تر دې هم زيات وي، د ځينو سروې ګانو له مخې، شاوخوا ( ۱۰۷۶۴۱ ) تنه په دې ولايت کې د بزګرۍ په چارو بوخت دي.
د ياد ولايت ځمکې له سيندونو، کاريزونو، چينو او د ژورو څاګانو له لارې اوبه کيږي.
په دغه ولايت کې د هېواد په کچه زياتې مڼې کيږي ،چې د هېواد له  بېلابېلو ولايتونوسربېره يو شمېر هېوادونو ته لکه پاکستان ، هند ، عربي متحده امارات،سعودي عربستان  او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته صادريږي  .
ددغه ولايت جورسې ، مارلينګ،بيروتۍ او ژېړې مڼې ډيرې مشهورې دې ، دغه راز  څو ډوله نورې مڼې او زردالو ، کيلاس ، شفتالو بادام ، چهارمغز  او نورې ميوې هم  په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي ، خو کروندګر يې د پلور له بازار څخه خوښ نه دي .
  غنم، کچالو، جوار، لوبيا، مۍ، پياز او نور حبوبات يې له نورو کرنيزو توکو څخه دي ، چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي .
که څه هم ددغه ولايت کرنيز حاصلات هر کال د بدلون په حال کې دي ، خو بيا هم  ځينې سرچينې يې په اوسط ډول د مڼو کلنى عايد  ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ، دکچالو کلنى عايد يې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او د غنمو کلنى عايد يې (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولايت ځنګلي ساحه معمولا غرنيو بادامو پوښلې ، چې (۶۰۰ ) هکتاره يې يواځې د نرخ او جلريز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه يې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده ، چې زياته برخه يې د بهسودو په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده.
دغه راز په دغه ولايت کې يو شمېر خلک د شاتو د مچيو فارمونه هم لري او له دغې لارې يوه اندازه عوايد ترلاسه کوي .دغه ډول ددې ولايت ډيرى خلک د څارويو په ساتنه  او پالنه  بوخت دي  او مالداري يې د عوايدو مهمه سرچينه ده .
لاسي صنايع:
ددغه ولايت زياتره وګړي ، چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ترڅنګ يې يو شمېر اوسېدونکي  د ټغرو، لمڅيو، شالونو، جاكټ ،دستكش، ګنډونه (يخنونه) او له مريو جوړشوي توکي جوړوي او بيا يې په خپلو سيمو او يانورو ښارونو کې پلوري . 
 د اوبو اساسي بندونه:
دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو اووه اساسي بندونه لري ، چې په جوړېدو سره يې د ياد ولايت په لسګونو زره جريبه حمکه خړبيږي.
۱ – ګنده قول بند ( جغتو ولسوالۍ ) ۲ – چک بند ( چک ولسوالۍ ) ۳ – ګردن مسجدبند ( چک ولسوالۍ) ۴ – باغک بند ( سيداباد شنيز دره) ۵ – اقچي بند ( نرخ ولسوالۍ ) ۶ – سنګلاخ ( جلريز ولسوالۍ ) ۷ – سرخ اباد ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)
له پورتنيو بندونو څخه د شپږ  بندونو د جوړولو پروژې د نړيوال بانک له خوا منظورې شوي او د چک دبرېښنا بند رغولو پروژه ، چې د برېښنا د شبکې تمديد او د يوه توربين نصبول پکې راځي د اوبو او بريښنا وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ، خو لا تراوسه يې د جوړېدو کوم څرک نه ليدل کيږي .
د چک بند د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا پنځم لوى بند دى ، چې درې لسيزې مخکې يې د کابل ښار ته برېښنا ورکوله ، خو په تېرو جګړيزو شرايطو کې ددغه بند زيات ځايونه تخريب او وسايل  يې ويجاړ او له کاره ولوېدل .
ددغو بندونو د جوړېدو پر وړاندې ناامني ستر خنډ دى ، دغه مهمې حياتي پروژې چې د ولس غوښتنه او ګټه يې هم ټوله عام ولس ته رسيږي امنيت يې ټينګ کړي .
  کانونه :
په دغه ولايت کې تراوسه پورې ٣٢ بېلابېل کانونه  تثبيت شوي ، چې نومونه يې په لاندې ډول دي.
۱ – د بادام د سرخ بيدک د کروميټو کان  ( نرخ ولسوالۍ )،۲ – د ابدرې دکروميټو کان ( نرخ )،۳ – د تيتمور دکروميټو کان ( مرکز ميدان ښار)،۴ – د چغرې د کروميټو کان  ( نرخ ولسوالۍ )،۵ – دده پاک د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۶ – د لويې ابدرې د کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۷ – دمنګليو دکروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۸ – د هفت اسياب د کروميټو کان  ( سيدابادولسوالۍ )، ۹ – د نوريود کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۰ – د تنګي چلپيکام کروميټو کان  ( سيدابادولسوالۍ)،۱۱ – د دوست قل کروميټو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۲ – د قول سليمان د مرمرو کان ( ميدانښار )،۱۳ – د خروټو د مرمرو کان ( ميدانښار)،۱۴ – د دوست قل د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۵ – د يورد بالا  د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه ) ،۱۶ – د کامران خېلو  د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۷ – د لويې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۸ – د منګليو د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۱۹ – د وړې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۲۰ – د سپين ورسک د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۲۱ – د جوقل د مرمرو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۲۲ – د دشت ټوپ د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۲۳ – د سموچ او سرخ اباد درخامو کانونه ( بهسود دويمه برخه )،۲۴ – د شاه مقصود معدني ظواهر( بهسود لومړۍ برخه )،۲۵ – د تکانې د ابرکو کان ( جلريز ولسوالۍ)،۲۶ – د شاه کابل د سوځېدلو ياقوتو کان ( ميدانښار )،۲۷ – د اندړو د فيروزې کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ )،۲۸ – د بادام د زمرد کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ)
۲۹ – د فولادي پايين د ګچو کان ( دایمیرداد)،۳۰ – د فولادي بالا د ګچو کان ( دايميرداد ولسوالۍ)،۳۱ – د کامران خېلو د تلک کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۳۲ – د ساختماني ډبرو کانونه ( ميدان ښار )
د يادونې ده ، چې دغه کانونه د ياد ولايت او نورو اړوندو رسمي ادارو لخوا تاييد شوي او دا کانونه د سيمو خلکو ته هم ښه معلوم دي او يو شمېر سيمه ييز وګړي خو په کې کله ناکله غير قانوني کيندنې هم کوي ، که چېرې د کانونو وزارت د نړيوالې ټولنې په په مرسته په دغه ولايت کې د کانونو په برخه کې دقيقې څېړنې تر سره کړي ، نو لرې نه ده ، چې په دې ولايت کې به يو شمېر نورو مهم کانونه هم کشف او راڅرګند شي .
  تاريخي سيمې:
په ميدان وردګو ولايت کې د ډيرو ځايونو په اړه د خلکو په خولو کې خبرې شته ، چې لا تراوسه ورته رسمي ادارو مخه نه ده کړې او نه يې په اړه څېړنې پيل کړې دي ، خو په دغه ولايت کې ١٨ ځايونه تثبيت شوي ، چې تاريخي سمې دي : لکه   ۱ – ګنبد شاه او د چغتايي خاندان ( مرکز کانعزت کلی )،۲ – الغتا تاريخي ښار ګوټى ( نرخ ولسوالي )،۳ – د خواجه بلند ولي تپه ( نرخ ولسوالي )،۴ – ده مسلم تپه ( نرخ ولسوالي )،۵ – کشک تکانه غونډۍ ( جلريزولسوالۍ )،۶ – سرچشمه زيارت ( جلريز ولسوالۍ)،۷ – انګور باغ ( چک  ولسوالۍ سياب کلى )،۸ – کاپر کلا يا پاره کلا ( دايميرداد ولسوالي )،۹ – بودک غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي )،۱۰ – چتو غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۱ – کتب غونډۍ ( دايميردادولسوالي )،۱۲ – بودک کلاخ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۳ – سياب لرغونې سيمه ( چک ولسوالي)،۱۴ – باد سياب غونډۍ ( جغتو ولسوالي)،۱۵ – جوی زنګي دره (بهسود لومړۍ برخه )،۱۶ – سکرک  ( مرکزي بهسود ولسوالي)،۱۷ – ارګ غونډۍ ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)،۱۸ – چهل کزی بابا زيارت ( نرخ ده مسلم )  .
نامتو څېرې:
غازي محمدجانخان وردګ،ډاکټرعبدالوکيل خان،ارسلان سليمي،غلام نبي خان وردګ،انجنيرغلام محمدفرهاد،استادګل محمد،استادعبدالجليل جدي،عصمتي وردګ،پوهاند عبدالقيوم خان وردګ،والي عبدالله خان وردګ، مولوي عبدالرب احدي،استاد حبيب الله رفيع ، پوهاند ډاکټر لطيف بهاند، محمد عارف ننګيار ، شهرت ننګيال ، پوهاند ډاکټر محمد موسى وردګ ، پوهاند اکبر وردګ ، محمد زبيرشفيقي او يو شمېر نور کسان ددغه ولايت مشهورې څېرې دي ، چې له نومونو   سره يې هېوادوال اشنا دي او کېداى شي ، چې په پورته شمېره کې ځينې نورې پاتې نوموتې څېرې هم ورزياتې شي ، چې تر دې مهاله يې موږ ته په اړه معلومات نشته
په دغه ولايت کې له پخوانيو مشهورو څېرو څخه سربيره نورې نوموتې څېرې هم شته ، چې دلته  د ټولو يادول ستونزمن کار دى .
رسنۍ:
  په ميدان وردګو ولايت کې که څه هم رسنۍ دومره مخينه نه لري، جغرافيوي موقعيت او امنيتي وضعيت ته په پام سره يې رسنيو دنورو برخو په څېر وده نه ده کړې . په دغه ولايت کې مطبوعاتي هڅې او خپرونې په تېرو لسوکلونو کې پيل شوي ،چې دبېلګې په توګه يې د جغتو، دريځ ، عهد، آذان، ځلانده راتلونکې ، وردګ، مڼه،جلګه ، ځوانان مهالنۍ او مياشتينۍ  خپرونې يادولاى شو. ددې تر څنګ دښاروالۍ راډيو، چې اوس يې خپرونې بندې شوي دي، ځينې نورې رسنۍ يې دا دی: ملي راډيوتلويزيون، يووالي غږ ، ځلاتلويزيون ،چک راډيو ،ملي هدف ، پيزوان،بدلون،ښاروالي اونيزه او مشوره .
په دغه ولايت کې داسې رسنۍ هم موجودې وې ، چې د لنډې مودې لپاره چاپ شوي ، خو بيا يې چاپ په ټپه درېدلى دى.
 
مدني او کولتوري ټولنې:
په ميدان وردګو کې د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره په دغه ولايت کې هم يو شمېر بېلابېلې ټولنې رامنځته شوې دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.
  عهد ادبي او کولتوري ټولنه ، د جغتو مدني او کولتوري بهير، دميدان ځوانانو ادبي او کولتوري ټولنه ، د سليمان فارس فرهنګي مرکز ( د ميدان خپرندويه ټولنه)، د نرخ ځوانانو عالي ټولنه، د خواخوږي ادبي او کولتوري ټولنه، د وردګو ځوانانو ادبي ټولنه، د چک ادبي بهير،د وردګو ځوانانو مدني ټولنه، د ژورنالېستانو اتحاديه،  د ځلاند هنري او تربيوي ټولنه، د ميدان وردګو د ځوانانو ملي ټولنيز ارګان، د خويندو يون ټولنه. او ځينې نورې ادبي او کولتوري  تولنې په کې رامنځته شوې دي .
کيداى شي ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې يو شمېر نورې ټولنې هم وي ، که مو په اړه يې معلومات پيدا کړل ، نو په دغه نوملړ کې به يې ورزياته کړو ، دغه نوملړ  موږ د ميدان وردګو  ولايت د رسمي ادارو څخه ترلاسه کړى دى ، چې اوس په دې ولايت کې په يوشکل نه يو شکل فعاليت کوي .
دغه راز په دغه ولايت کې د مڼې ګل په نامه مشاعره ، چې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته هېوادوال راځي .
دغه مشاعره په لومړي ځل په چک ولسوالۍ کې رامنځته او له هغه وروسته ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړېده ،چې د ناامنيو له امله اوس ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې هر کال جوړيږي.
 ګالري:
ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د عبدالرب احدي په نامه ملي ګالري ، شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه او د ليدونکو پرمخ پرانيستې ده .
په دغې ګالرۍ کې سلګونه بېلابېل انځورنه ايښودل شوي ، چې هر ورځ يو شمېر کتونکي يې نندارې ته ورځي .
په دغې ګالرۍ کې د افغانستان دپخوانيو پاچاهانو ، غازيانو ،د جهاد په دور کې ددغه ولايت د يو شمېر شهيدانو او قوماندانانو او د انځورګرانو په لاس  د خلکو د ژوند انځور شوي  بېلابېل عکسونه په کې شتون لري .
لوبې:
په دغه ولايت کې ، خوسى ، غېږ نيونه ، تيږه اچونه ، ژمى پر واوره يخمالک خوړل ، چندرۍ ،ګام اچول او منډه وهل يې دوديزې لوبې دي ، چې له ډير پخوا راهيسې دود دي ، خو وليبال ، فوټبال ، کرکټ ، تکواندو ، جيدو ، وزن پورته کول ، د بدن ښکلا او يو شمېر نورې لوبې په رسمي بڼه په دغه ولايت کې په فعاليت بوختې دي ، خو په دې وروستيو کې  کرکټ ، فوټبال او وليبال لوبو ډيره وده کړې او مينه وال يې زيات شوي دي.
ددغو لوبو د ودې لپاره د شخصي کلبونو ترڅنګ ددغه ولايت په مرکز کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې شاوخوا پنځه کاله مخکې يو پراخ لوبغاړى جوړ،خو لوبغاړي د بېلابېلو لوبو لپاره د ځانګړو او زياتو لوبغاړو د جوړېدو غوښتنې کړې دي.