۳۱- مولوی غلام محی الدین منصف
انتخابي سناتور
مولوی غلام محی الدین منصف د شمشير خان زوی ، په ۱۳۵۲ لمريز کال کې په نجراب ولسوالۍ کې پيدا شوی . د نجراب د فتح المدارس له مدرسې فارغ او له فراغت وروسته په همدې مدرسه کې د استاد په توګه په دنده ګومارل شوی.
مولوي محي الدين منصف دوه کاله د نجراب د پوهنې مدير په توګه هم دنده تر سره کړې او په ۱۳۸۶ لمريز کال کې مشرانو جرګې ته ور وپېژندل شو او اوس ددغې جرګې غړى دى.
د اړيكو شميرې : ۰۷۷۵۹۲۷۹۳۶ او ۰۷۹۹۸۴۷۹۶۹
۳۲- نورمحمد کفيل نوری
انتخابي سناتور
نورمحمد کفيل نوری د طهماس زوی ، په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د نجراب په پچه غان سيمه کې پيدا شوی او د شهيد حبيب الرحمن له لېسې فارغ شوی . لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د وترنرۍ په پوهنځي کې سرته رسولې دي. په اوومې فرقې كې افسر، د مجاهدينو په دوران كې په پيښوركې استاد ، د حيواني روغتيا ډاكټر، دكاپيسادولايتي شوراغړى پاتې شوی او اوس د مشرانو جرګې غړى دى.
د اړيكو شميرې : ۰۷۹۸۰۳۲۸۶۹
٧٧-عبدالشکور فريد :
دکاپيسا انتصابي سناتور
عبدالشکور فريد د عبدالرووف زوى ، په ١٣٠٧ لمريز کال کې دکاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .نوموړي دليسانس سند دکابل پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه تر لاسه کړى او د محمود راقي ښوونځي دسرښوونکي ،داشترګرام لېسې د سرښوونکي، دخان اباد لېسې د مدير، دسيدخيل لېسې مدير ، د حبيبې او نعمان ښوونځيو د ښوونکي ، د پروان دپوهنې رياست دمرستيال، دهمدغه رياست دمفتش ، دجبل سراج لېسې د مدير، دحزب اسلامي افغانستان دتدريساتو دمسوول ، دافغانستان تعليمي مرکز د رييس، دټولو جهادي تنظيمونو په کچه د اسلامي اتحاد حزب دثانوي تدريساتو دمسوول او په پاکستان کې دافغانستان دپوهنې داستازي په توګه دندې اجرا کړې دي .
داړيکو شمېره: 0797869134