٢٢- اسدالله شريفي:
 د بلخ د خلکو استازى- رايې (١٥١٥٠)
 اسدالله شريفي د شجاع الدين زوى په ١٩٦٥ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده کړې يې په خلم ولسوالۍ کې ترسره کړي او په ١٩٨١ زېږديز کال کې د کابل د انصاري لېسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى دى.
نوموړى پخوا د سوداګرۍ په چارو کې بوخت و او اوس هم د وکالت ترڅنګ سوداګري کوي.
 د اړيکو شمېره: 0794000444
٢٣- مولوي عبدالرحمان رحماني:
 د بلخ د خلکو استازى، رايې (١٢٣٨٩)
 مولوي عبدالرحمن رحماني د غلام حيدر زوى په ١٩٧٧ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې زېږدلى دى. تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړي او په بلخ کې يې ديني مدرسه هم ويلې ده.
 نوموړى په ٢٠٠٩ کال کې د بلخ ولايت د علماوو شورا غړى او تر څنګ يې د د ديني مدرسې استاد هم و، همدارنګه نوموړى په بلخ کې د راه روشن په نوم د يو ديني تلويزيون مسوول هم پاتې شوى دى.
 د اړيکو شمېره: 0788908050
٢٤- حاجي محمد عبده:
د بلخ د خلکو استازى، رايې (١٤١٧٣)
حاجي محمد عبده د حاجي محمد اکبر زوى په ١٩٦٧ زېږديز کال کې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې زېږېدلى، خپلې زده کړې يې په اسلامي برخه کې د ليسانس تر کچې په ٢٠٠٩ کال کې د ايران په قم پوهنتون کې سر ته رسولې دي.
 نوموړي له ١٩٩١څخه تر ٢٠٠٣ زېږديز کال پورې په بلخ ولايت کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې او له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٥ زېږديز کال پورې د بلخ د والي مرستيال په توګه پاتې شوى دى.
 د اړيکو شمېره: 0799208373   
 ٢٥- برشنا ربېع:
 د بلخ د خلکو استازې، رايې (٣٢٢٩)
 برشنا ربېع په ١٩٦٣ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې زېږېدلې ده.
نوموړې د مزار له سلطان راضيه لېسې فارغه او د ليسانس سند يې د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ترلاسه کړى دى. ربېع د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله ونډه اخيستې او د پوهنې په برخه کې يې دندې ترسره کړې دي.
 د اړيکو شمېره: 0799002483
 ٢٦- صيفوره نيازۍ:
 د بلخ د خلکو استازې، رايې (٤٣٥٨)
 صيفوره نيازۍ په ١٩٦٢ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې زېږېدلې ده. نوموړې په ١٩٧٨ زېږديز کال کې په مزارشريف کې له سلطان راضيه لېسې فارغه شوې او په ١٩٨٢ زېږديز کال کې د کابل پوهنتون له ساينس پوهنځي څخه فارغه شوې ده. نيازۍ پخوا د ښځو چارو په برخه کې په بلخ ولايت کې د يوې مرستندويې موسسې مشره وه او د پوهنې په برخه کې يې هم خپلې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکو شمېره: 0700509161
 ٢٧- محمد فرهاد عظيمي
 د بلخ د خلکو استازى، رايې (١٠٧٨٧)
 محمدفرهاد عظيمي د محمدعظيم زوى په ١٩٧٦ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې زېږديدلى دى، نوموړى په ١٩٨٩ زېږديز کال کې په مزارشريف کې د باختر له لېسې فارغ شوى او د بلخ پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه يې په ١٩٩٣ زېږديز کال کې لېسانس اخيستى او په نړېوالو حقوقو کې يې په تاجکستان کې ماسټري ترلاسه کړې ده. عظيمي له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٤ زېږديز کال پورې په هالنډ هېواد کې د کمپيوټر د پروګرامونو په برخه کې کار کاوه او له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٠ زېږديز کال پورې د بلخ ولايت په پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي استاد و.
د اړيکو شمېره: 0786002000
٢٨ – محمداسحاق رهګذر
د بلخ د خلکو استازى، رايې: ١٧١٨١
محمداسحاق رهګذر په ١٩٦٦ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې زېږدېدلى دى. نوموړي د ادارې او منجمېنټ په برخه کې په تاجکستان هېواد کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي. رهګذر له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٣ زېږديز کال پورې د بلخ ولايت والي و او پخوانى جهادي قوماندان پاتې شوى دى.
د اړيکو شمېره: 0700511444
 ٢٩ – ډاکټره ګلالۍ نور صافي
د بلخ د خلکو استازې، رايې: ٣٠١٨
ډاکټر ګلالۍ نور صافي په ١٩٥٧ زېږديز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلي ده، نوموړې په کابل کې د ثريا له لېسې فارغه شوې ده او په اوکراين هېواد کې يې د طب په برخه کې لوړې زده کړې سر ته رسولې دي. صافۍ د طالبانو له سقوط وروسته د طب په برخه کې له موسسو سره او د روغتيا وزارت په چوکاټ کې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٥١٢٢٢
 ٣٠ – حاجي علم خان ازادي
د بلخ د خلکو استازى، رايې: ١٦٨٢٠
حاجي علم خان ازادي په ١٩٥٠ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي،هغه د شورويانو په مقابل کې د جهاد پر مهال د جمعيت اسلامي افغانستان سيمه ييز قوماندان و.
د اړيکو شمېره: 0700500624
٣١ – احمدشاه رمضان
د بلخ د خلکو استازى، رايې: ١٩٦١٤
احمدشاه رمضان د رمضان زوى په ١٩٦٩ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، نوموړى په ١٩٨٩ زېږديز کال کې په بلخ کې د باختر له لېسې فارغ دى او د انجينرۍ په برخه کې يې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې لوړې زده کړې ترسره کړې دي، رمضان پخوا خپله سوداګري درلوده ، د تېلو او اوسپنې په برخو کې خپله سوداګري کوي.
د اړيکو شمېره: 0799226262
 ٣٢ – عباس ابراهيم زاده
د بلخ د خلکو استازى، رايې: ١٨٤١٣
عباس ابراهيم زاده په ١٩٧٠ زېږديز کال کې د بلخ ولايت په شولګره ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، نوموړى په ١٩٨٨ زېږديز کال کې په مزارشريف کې له باختر لېسې څخه فارغ دى. نوموړى پخوا په شخصي سوداګرۍ بوخت او اوس هم د تېلو او ګازو په برخه کې خپل کاروبار لري.
داړېکو شمېره:079900075 1