حاجي محمد نبي: خداى به له طالبانو زما د ١١ کسانو د وژنې پوښتنه کوي

 
کندهار ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) : حاجي محمد نبي د هغې دردېدلې کورنۍ مشر دى، چې وړمه ورځ يې د خاکرېز او ارغنداب ولسواليو تر منځ د ماين په چاودنه کې د کورنۍ ١١ تنه ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.
دغه کورنۍ وړمه ورځ (سه شنبه) په يوه تونس موټر کې له ژيړۍ ولسوالۍ څخه خاکرېز ولسوالۍ ته د دې لپاره تلله، چې د شاه اغا د زيارت کولو تر څنګ د خپلو دوستانو کور ته د ناوې لپاره د راتلونکي کوچني اختر جوړه يوسي.
خو تقدير پر دغې کورنۍ خوښي نه وه پېرزو کړې،  د هغوى پر موټر د ارغنداب او خاکرېز ولسواليو تر منځ په لاره کې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد، چې پکې د ښځو اوماشومانو په ګډون ١١ تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
سپين ږيري حاجي محمد نبي، چې د ژيړۍ ولسوالۍ د نهر کارېز د چار ښاخې د سيمې اوسېدونکى دى، وايي په وژل شويو کې يې مېرمن، څلور لوڼې، څلور نږندې، يوه خورزه او يو ورور شامل دي او دوه وروڼه او يو وراره يې ټپيان دي.
نوموړي د چنګاښ په ٦مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، له هغې ورځې چې ورباندې د ماين چاودنه شوې، ګنګس دى، غوږونه يې دپ دي او په هيڅ نه پوهېږي.
هغه په دردوونکي غږ زياته کړه: ((له هغې ورځې چې دا پېښه شوې، د هيڅ شي څکه مې نه ده کړې، داسې موړ يم، چې هيڅ لوږه نه پېژنم... خداى دې پر بل مسلمان داسې حال نه راولي.))
دى وايي، ولې به داسې نه کېږي، د خلکو چې ١١ پسونه ووژل شي، خپل زغم له لاسه ورکوي او د هغه خو د کورنۍ ١١ غړي د ماين خوراک شول.
نوموړي په ډېر غمناک انداز وويل: ((همدا تېره ورځ لا د سيمې اوسېدونکو د هغوى د کورنۍ د ټوټه شويو غړو غوښې او اندامونه موندلي وو، چې تر راوړل کېدو وروسته يې د چار ښاخې په هديره کې خښ کړل.))
حاجي محمد نبي وايي:(( په خپله يې عمر خوړلى او سپين ږيرى دى، خو د دې غم لړلې پېښې له لاسه يې د کورنۍ اووه ځوانان او آن شېدې خوړونکي کوچني ماشومان تړليو دروازو ته کښېناستل او مېرمنې يې شهيدانې شوې.))
نوموړي په خپلو ټولو احساساتو وويل، حيران دى، چې طالبان دې کار ته څنګه جهاد وايي، چې د يوه چا بشپړه کورنۍ په ماين ټوټه ټوټه کړي او هغوى دې پر غم کښېنوي.
هغه زياته کړه: ((داسې کار په هيڅ مذهب کې روا نه دى، دې کار ته په هېڅ توګه جهاد نه شي ويل کېداى، طالبان دې داسې فکر نه کوي، چې دوى به هر څه کوي او څوک به حساب نه ورسره کوي، لوى پروردګار به ورسره د يوې يوې ذرې حساب کوي.))
دى وايي، هره ورځ اوري، چې د طالبانو په ماينونو معصوم انسانان ټوټه ټوټه کېږي، اخر  ايادا طالبان ذره رحم لري، کله به پر دې بېچاره خلکو زړه سوځوي؟
د نوموړي په وينا، په خپله يې هم د روسانو د يرغل پر مهال جهاد کړى، خو په خپل ټول عمر يې دغسې جهاد نه يادېږي، لکه اوس چې يې طالبان کوي.
هغه يو ځل بيا تکرار کړه، چې خداى ورته ګلونه ورکړي وو او بېرته يې ځينې واخيستل، خو هماغه خداى به له هغه چا د ده غچ هم واخلي، چې د هغه د کورنۍ معصوم انسانان (ښځې او ماشومان) يې ټوټه ټوټه کړل.
ده وويل: ((طالبان دې دا نه هېروي، چې حساب نشته، وخت به راځي، چې له هغوى سره به حتماً حساب او کتاب کېږي.))
دا يواځې محمد نبې نه دى، چې د ماين چاودنې ترې ټوله کورنۍ واخيسته، په دې وروستيو کې په کندهار کې د ماينونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د کندهار د بېلا بېلو ولسواليو اوسېدونکي او دولتي چارواکي وايي، چې د ماينونو او وسله والو مخالفينو له وېرې پر يو شمېر لارو هيڅوک تګ راتګ نه شي کولاى، چې دغه حالت د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.
تېره اوونۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ادارې (يوناما) هم ويلي و، چې په افغانستان کې د ماينونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٢٤ سلنه لوړه شوې ده.
ديادونې ده،  چې وسلوالو طالبانو ديادې چاودنې مسووليت نه دى اخيستى.