کابل(پژواک٦غويى٩٣): ولسي جرګې د کانونو قانون د مسودې يوه اختلافي ماده تصويب کړه ، خو د نصاب د نشتون له امله د نورو اختلافي مادو تصويب راتلونکې غونډې ته وځنډول شو.
ولسي جرګې او مشرانو جرګې په ١٣٨٧کال کې د کانونو قانون په ١٢فصلونو او ١٠٥ مادو کې تصويب او ولسمشر کرزي توشيح کړ، خو تېرکال د چنګاښ په مياشت کې ياد شوى قانون يو ځل بيا له يو لړ تعديلونو سره ولسي جرګې ته د تصويب په موخه واستول شو .
د ولسي جرګې د چاپيريال ساتنې کمېسيون له لوري د کانونو قانون نوې طرحه په ٢٠ فصلونو او ١١٦ مادو کې نن عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شوه .