کندهار ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): په ولسي جرګه کې د کندهار استازى وايي، د چارواکو تر منځ رقابتونه، په حکومتي چارو کې د نا مسووله کسانو مداخلې او د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي په سوېلې حوزه کې نا امني ډېره کړې ده.
دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي د کندهار تر څنګ د زابل، اروزګان او هلمند ولايتونو ته له سفر وروسته په کندهار پرېس کلب کې خبريالانو ته وکړې.
حميدزي لالي وويل، کندهار ته يې د ولسي جرګې د اتلسو کمېټو د رييسانو او اداري پلاوي په مشوره سفر کړى، څو د سيمه ييزو چارواکو، ولايتي شورا، ولسي جرګې او مرکزي ادارې ترمنځ همغږي پياوړې شي.