زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې د کابل په ځانمرګي بريد کې وژل شوي و، په نيمروز ولايت کې تر سره کړه او ويې ويل چې دغه محصلين په سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې قرباني شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د هغه بريد په اړه چې درې شپې وړاندې د کابل ښار د پوليسو اکاډمۍ مخې ته شوې، ويلي چې په دغه بريد کې د محصلينو او ملکيانو په ګډون له څلوېښتو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو يو شمېر نورو سرچينو د ٣٠ محصلينو له وژل کېدو او ٣٧ نورو له ټپيان کېدو خبر ورکړى دى.