ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): په پکتيکا کې د مدني ټولنو غړو او ځوانانو له حکومتي چارواکو په دولتي ادارو کې د فساد د مخنيوي غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په فساد کې ښکېل کسان بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د مدني ټولنوغړو او يو شمېر ځوانانو د پکتيکا د قبايلو په رياست کې د غبرګولي په ٢٧مه د اداري فساد د مخنيوي په موخه ګډه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال خورشيد امان کټوازي وويل چې په دغه ولايت اداري فساد خپل وروستي حد ته رسېدلى دى.