پکتيکا د افغانستان سوېل لوېديځ ته لرې پروت لوى سرحدي ولايت دى ، دا ولايت د مرکز په ګډون ٢١ اداري واحدونه لري.
ددې ولايت ولايتي شورا د درېيو ښځو په ګډون نهه غړي لري.
په دې راپور کې ددې ولايت د بېلابېلو خلکو نظرونه اخيستل شوي ، چې په لاندې ډول دي.
ښوونکى : طالبانو تېر ځل اجازه رانکړه، خو دا ځل حتماً خپله رايه کاروو
د مرکز ښرنې اوسېدونکي او د علي بابا لېسې ښوونکي سيف الله پژواک ته وويل، دی او کورنۍ يې غواړي په راتلونکو ټاکنوکې برخه واخلي.