چاريکار( پژواک،١٦ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د پنځو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي.
د دغه روغتون د بنسټ ډبره نن د پروان د مرکز اړوند په "جنګل باغ" سيمه کې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز له خوا کېښودل شوه.
د عامې روغتيا وزير وويل چې د روغتون دغه دوه پوړيزه ودانۍ په څلور سوه متره مربع ځمکه کې په درېيو کلونو کې جوړېږي او لګښت يې د عامې روغتيا وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.
هغه وويل چې دغه روغتون به په اړينو وسايلو تجهيز او د داخلې، جراحۍ،ارتوپيډي، ماشومانو او نسايي ولادي په برخو کې فعاليت کوي.