کندوز (پژواک، ١٤سنبله ٩٢) : د کندوز ولايتي چارواکي وايي ،چې په دغه ولايت کې زرګونه د بيارغونې پروژې په تېرو لسو کلونو کې پلې شوي، چې د دغه ولايت د خلکو پر ژوند يې مستقيماً اغېز کړى ، خو بلخوا يو شمېر اوسېدونکي يادې پروژې کافي نه ګڼي او وايي ، چې نورې پروژې دې عملي شي.
چارواکي وايي،سلګونه پروژې نورې هم تر کار لاندې دي ، چې په عملي کېدا سره به يې د خلکو ستونزې هوارې شي، چې ډېرى يې د برېښنا، اوبو رسولو او يو شمير نورو برخو کې دي.
د کندوز د کليو پراختيا اوبيارغونې رييس انجينر شفيق الله علميار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تر دې مهاله دوى ٢٦٠٠ ټولګټې پروژې عملي کړې دي .
‎نوموړى زياتوي ،چې شاوخوا يو نيم ميليونه وګړي د دغه ولايت له يادو پروژو څخه ګټه اخلي او په ژوند کې يې ورته جوت تغير  راوستلى دى.
د علميار په وينا، چې له يادو پروژو څخه يې ډېرى د پولګوټو،سړکونو استنادي ديوالونو،د   اوبو څاه ګانو،ښوونځيو،کلينيکونو،بندونو،سربندونو،کوچنيو برقي پروژو جوړونه شامل وو.
دى وايي ، چې د چهاردرې،علي اباد،خان اباد،امام صاحب،دشت ارچي او مرکز کې د اوبو د برېښنا کوچني بندونه هم جوړ کړي دي.
د نوموړي په وينا، چې په يادو پروژو شاوخوا ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالره مصرف راغلى،   دي.
د کندوز د کليو پراختيا رييس وايي ، چې د يادو پروژو په عملي کېدو سره د کندوز د خلکو په ژوند کې مثبت تغير راغلى او هغه ستونزې چې  پخوا يې لرلې اوس له منځه تللي دي.
نوموړى وايي ، چې په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې دوى له ٢٠٠ زياتې پروژې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کېدو سره به يې د خلکو هغه ستونزې چې له دوى سره يې شريکې کړې دي له منځه لاړې شي.
نوموړى وايي، چې يادې پروژې د پوهنې،ترانسپورټ، څاګانو او صحت په برخو کې پلي کيږي.
رييس وويل: (( موږ هڅه کوو، چې تل داسې خدمات وړاندې کړو، تر څو ولس ترې ګټه واخلي او د کليو پراختيا رياست چارې په کندوز کې ډېرې سمې روانې دي.))
بلخوا د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د کندوز په ښار کې پنځه سړکونه قير شوي ،چې ټول ٩،١٥ کيلومتره کيږي.
ده وويل: (( پخوا سړکونه خامه وو، مګر اوس په ښار کې ډېرى سړکونه پاخه او اساسي جوړ شوي دي.))
خليق وايي ، چې ياد سړکونه د ښار له مهمترينو سړکونو څخه و، چې په قير کېدلو سره يې دخلکو په ژوند او اقتصاد کې مثبت تغير رامنځته شو.
د والي وياند وايي چې د کندوز په ولايت کې د ولايتي بيارغونې د ټيم(پي ار ټي) له لوري د ښارګوټي سړک ، چې شاوخوا درې کيلومتره اوږدوالى يې درلود، هم قير شوى، چې ٤٣١ زره يورو مصرف پرې راغلى دى.
دا يواځينى دولتي ښارګوټى دى ، چې لس کاله وړاندې په کې د اوسېدنې لپاره نومرې وېشل شوي، چې تر اوسه پورې په کې کار روان دى او ټاکل شوې ،چې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به يې چارې تکميل شي.
نوموړى وايي، چې ياده پروژه د ښارګوټي د اوسېدونکو د غوښتنې له مخې پلې شوې ،چې د ښارګوټي ټولو اوسېدونکو ته يې له ګټې سربيره ياده لاره د هوايي ډګر سره هم وصل شوې ده.
خليق وايي ، د علي اباد د ولسوالۍ د حقوقو او څارنوالۍ لپاره هم ودانۍ جوړه شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده، د ده په وينا، چې د يوولسو نورو ودانيو چارې چې مصارف يې د هالنډ حکومت ورکوي، په پنځو ولسواليو او د کندوز د عدليي رياست ودانۍ تر کار لاندې ده، چې په راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ده وويل: (( ١٥ کيلومتره سړک چې د چهاردرې ولسوالۍ نه د قصاب او عمر خېلو سيمو او همداراز نورو قريو ته تيريږي، د زرګونو خلکو ستونزه دلته هم هواره شوې ده.))
 
ياده سړک چې د علي اباد او چهاردرې ولسوالۍ سره هم نښلوي د المان هېواد په مالي مرسته جوړ شوى دى‎.
وياند خليق زياتوي چې د کندوز د مرکز او چهاردرې تر منځ سړک چې شاوخوا ٦،٥ کيلومتره کيږي او همداراز د چهاردرې پر سيند پول چې اوږدوالى يې ١٢٥ متره دى د المان هېواد په مالي مرسته جوړيږي ،چې لا يې هم چارې روانې دي.
د ده په وينا، چې ياد سړک يو له مهمو سړکونو څخه دى او په جوړېدو سره به يې د چهاردرې او کندوز ښار تر منځ د پرتو سيمو او نورو تلونکو ستونزه هواره شي.
دى وايي ، چې په ټول کندوز کې له ٥٤٠ کيلومتره سړکونو څخه يې ١٥٨ قير شوى او پاتې نور يې جغلکاري کيږي.
نوموړى د امو پر سيند د وړو او لويو پروژو يادونه هم کوي او وايي چې تر دې مهاله ٧٥ لويې او وړې پروژې پلې شوي، چې په کې د کانالونو کيندل،بندونه،استنادي ديوالونه او ځينې نورې زيربنايي پروژې شاملې دي.
د ده په خبره ، چې پر يادو پروژو ٢٤ميليونه ډالره لګښت  راغلى .
د کندوز د والي وياند وويل، ١٨١ نورې پروژې چې په کې د پلچکونو جوړونه، د سړکونو جغلکاري،د څاه ګانو کيندل او داسې نورې شاملې دي چې ٢٠٠ ميلونه افغانۍ مصرف پرې راغلى او لګښت يې د کليو پراختيا رياست له لوري ورکول شوى دى.
خليق وويل: (( د رحمت باى په نوم  پول چې د چهاردرې او علي اباد ولسوالۍ سره نښلوي، يوه ډيره مهمه پروژه ده چې د المان  په مالي مرسته جوړ شوى دى.)) 
دى د څلورو ژورو څاه ګانو چې د کندزو په دشت ابدان کې ويستل شوي، ١٩٤ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى او د المان د اقتصاد وزارت له لوري ور کړل شوى دى.
نوموړى وايي ، چې پخوا په ياده سيمه کې مالداران او کوچيان د اوبو له نه شتون سره مخ وو، مګر اوس يې هغه ستونزه له منځۀ تللې ده، د ده په وينا چې پخوا به په ياده سيمه کې د مالدارو سلګونه څاروي له منځه تلل، مګر اوس د يادو څاه ګانو په کيندلو سره د سيمې د خلکو ستونزه هواره شوې ده.
چارواکي وايي ، چې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د ورزش يو لوبغالى چې د المان د انکشافي بانک له لوري  ١٩٨ زره ډالر لګښت ورکړل شوى، ګټې اخيستنې ته سپارل شوى.
نوموړى د امام صاحب د برق د دستګاه د بيارغونې خبره هم کوي او وايي چې ١٦ ميليونه ډالر مصرف پرې راغلى او چارې يې بشپړې شوې دي.
ده وويل: (( يو لوى سب سټيشن چې ١٨ ميليونه ډالر مصرف پرې راغلى هم تکمل شوى او ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.))
دا په داسې حال کې ده ، چې د کندوز يو شمير اوسيدونکي د ځينو پروژو د ناکاميدو خبره کوي .
د دشت ارچي ولسوالۍ اوسيدونکي سيد عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د کليو پراختيا له لوري يوه ژوره څاه د جوه کهنه په سيمه کې وېستل شوې، چې تقريباً ٢٥٠ متره ژور والى لري ، مګر تر اوسه پورې يې اوبه نه دي ورکړي.
نوموړى وايي:(( په ګڼو پروژو پېسې مصرفيږي، مګر هېڅ ګټه يې خلکو ته نه رسيږي او مسوولين هرڅه حيف ميل کوي.))
همداراز د دشت ارچي ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکي نيوکه کوي او وايي هغه شوراګانې چې د کليو پراختيا رياست له لوري  جوړې شوې دي په پېسو کې اختلاس کوي او په ګڼو پروژو کې يې پېسې خپل جېب ته اچولې دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ د قرلق اوسيدونکى مصطفى وايي: (( د دغې ولسوالۍ د اکثره شوراګانو رييسان له څو کلونو راهيسې ټاکل شوي او د شورا غړي په خپل منځ کې سره پېسې تقسيموي او کار پرې نه کوي.))
نوموړي ، چې په بزګرۍ بوخت دى پژواک خبري اژانس ته وويل ، تر څو چې شوراګانې د ټاکنو پر بنسټ رامنځته نه شي تر هغه ستونزه نه هواريږي او که چېرې ستونزه هواره نه شي تر هغه به د دولت پېسې شخصي جيبونو ته ځي.
دى وايي چې د بيارغونې د چارو لپاره څه چې لازم دي تر اوسه نه دي شوي.
خو بلخوا د کندوز د کليو پراختيا او بيارغونې رييس هغه ادعاوې په کله ردوي ،چې ګواکې دوى او د دوى له خوا په کليو کې جوړې شوې شوراګانې په فساد کې ښکيلې دي او دولتي پېسې په شخصي جيبونو کې اچوي.
نوموړى له ولسونو غواړي ،چې له دوى سره دې هر اړخيزه همکاري وکړي، تر څو د بيارغونې پروژې پلې کړي.
رييس وايي ، چې په يو شمير ولسواليو کې شوراګانې د ټاکنو له لارې رامنځته شوي او د دشت ارچي په ولسوالۍ کې به هم په نږدې راتلونکي کې ټولې شوراګانې ټاکنو ته وړاندې شي.
د کندوز د ولايتي شورا مرستيال محمد نصير تيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندوز ټول اوسيدونکي بيارغنيزو پروژو ته اړتيا لري، نوموړى پر ولايتي چارواکو غږ کوي چې له ياد ولايت سره دې د بيارغنيزو پروژو په پلي کولو کې جدي همکاري وکړي.
نوموړى وايي ، چې د کندوز ولايت د بزګرو لپاره دې سړې خونې جوړې کړي، تر څو توليدات يې ښه مارکيټ ولري.
دى همداراز زياتوي چې يو شمير سړکونه لکه د قلعه زال،دشت ارچي خانا اباد او داسې نورو سيمو چې دا مهال خام دي بايد پاخه شي.
د ولايتي شورا مرستيال وايي ، چې يو شمير ځوانان د بې کارۍ له امله ايران او پاکستان ته په قاچاقي لارو ځي، چې بيا د لارو په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، که چېرې دولت او مرستندويه ادارې په دغه ولايت کې د بيارغونې اساسي پروژې په لاره واچوي له يوې خوا به د بېکارۍ کچه ټيټه شي او له بله پلوه به د کندوز اوسيدونکو ته د سهولتونه زيات شي.
ده وويل: (( موسمي بارانونه دلته کيږي، بايد سربندونه او بندونه جوړ شي.))
نصر تيار د يو شمير ښوونځيو د ودانيو نه شتون، د کلينيکونو کمښت،په يو شمېر سيمو کې د صحي اوبو نه شتون د ځينو سړکونو خاموالى او داسې نورې د کندوز ولايت د خلکو لومړنۍ ستونزې ګڼي او وايي چې بايد په دغه برخه کې له هر څه زيات کار وشي.
دى په دې ولايت کې د نا مسوولو وسله والو شتون هم د اندېښنې وړ خبره ګڼي او وايي چې له امله يې په ياد ولايت کې ناامني رامنځته کيږي.
نوموړى د بيلګې په ډول د خان اباد  ولسوالۍ يادونه کوي ، چې يو شمير پروژې په کې د نامسوولو وسله والو د شتون له امله پلې شوې نه دي.
د ولايتي شورا مرستيال وويل: (( يوه مهمه خبره چې موجوده ده هغه دا چې   بنيادي کارونو ته جدي پاملرنه  نه ده شوې،پکار وه چې لوى بندونه جوړ شوى واى، فابريکې جوړې شوې واى چې د بې کارۍ مخنيوى يې کړى واى))
خو د کندوز ولايتي چارواکي بيا وايي ،چې په کندوز کې له پلې شويو پروژو څخه يې ډېرى د نړيوالې ټولنې له لوري او په ځانګړي ډول د المان او امريکا هېوادونو په مرسته جوړې شوي ، چې د کندوز ولايت اوسيدونکي بايد دغه پروژې له ياده ونه باسي.
چارواکي وايي چې له پلي شويو پروژو څخه يې يو شمير د فوايد عامې،کرنې او مالدارۍ،پوهنې،عامې روغتيا،ښځو چارو، کار اوټولنيزو چارو وزارتونو،ښارولۍ او يو شمير نورو رياستونو له لوري پلې شوي، چې لګښتونه يې د يادو رياستونو له لوري ورکول شوي دي.
دوى زياتوي، چې په کندوز ولايت کې د بيارغونې چارو د خلکو په ژوند کې مثبت تغير راوستلى دى.