Foreign troops leaving southern provinces

 
کندهار (پژواک ١٣ وږى ٩٢): په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي، چې بهرني ځواکونه له سوېلي ولايتونو د وتلو په حال کې دي او تر دې مهاله يې خپل ١٨٨ پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
تورن جنرال عبدالحميد حميد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې اوسمهال بهرنيو ځواکونو په سوېل کې د اروزګان او دايکنډي ولايتونو امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارلې، خو له کندهار او زابل ولايتونو د وتلو په حال کې دي.
هغه زياته کړه، ايساف ځواکونو د سوېلي ولايتونو په ښارونو، د ولسواليو په مرکزونو او کليو کې ٢٣٥ پوځي اډې او قرارګاوې جوړې کړې وې، چې اوس يې له دې ډلې ١٨٨ مرکزونه ملي اردو ته سپارلي دي.
د نوموړي په وينا، بهرنيان لا هم د کندهار او زابل ولايتونو په يو شمېر ولسواليو او کليو کې پوځي مرکزونه لري، چې تر راتلونکو دريو مياشتو به په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
دى وايي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره په ګڼو سيمو کې امنيت خوندي شوى او افغان ځواکونه د دې وړتيا لري، چې په يوازې ځان د خلکو امنيت خوندي کړي.
حميد زياتوي، په اوسنيو شرايطو کې له افغان ځواکونو د خلکو ملاتړ هم زيات شوى او په امنيتي چارو کې ورسره همکار دي.
د جنرال حميد په خبره، افغان ځواکونو ته د مسووليتونو له لېږد سره تر ډېره بريده امنيتي وضعيت ښه شوى او د لا ښه والي لپاره يې په پر له پسې توګه عمليات کوي.
هغه زياته کړه، همدا اوس د سوېل د نورو ولايتونو تر څنګ د کندهار په غورک، ميوند او پنجوايي کې د (سرحدات مستحکم) عمليات دوام لري، چې له مخې يې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه نيول شوې او ټولې لارې د خلکو پر مخ پرانيستل شوې دي.
د نوموړي په وينا، په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لورې ځيني ګواښونه شته، چې هغوى يې پر وړاندې راتلونکې جمعه عمليات پيلوي.
هغه په ټوليزه توګه د کندهار ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ښه وګاڼه او ويې ويل، چې اوسمهال هېڅ يوه داسې سيمه نشته چې د طالبانو تر ولکې لاندې وي.
جنرال حميد وايي، د کره معلوماتو له مخې د طالبانو تر منځ سخت اختلافات پيدا شوي، له کندهار تر هراته يې نوي ولسوالان ټاکلي او ډېر هغه کسان چې د هغوى په ليکو کې يې جګړه کوله اوس مايوسه شوي او هڅه کوي له جګړې لاس واخلي.
هغه په سوېل کې د ملي اردو د تجهيزاتو او روزنې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې همدا اوس ګڼ شمېر سرتېري د ماينونو شنډولو، د سپکو او درنو وسلو د کارولو او هوايي عملياتو په برخه کې تر روزنې لاندې دي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د ماينونو د شنډولو په برخه کې د انجنيري ټيمونو پر روزلو ډېر کار کوي، ځکه ځمکني ماينونه نه يوازې د نظامي ځواکونو لپاره بلکې د عام ولس لپاره هم يو سرخوږى دى، چې وسله وال مخالفين ورڅخه د يوازينۍ ورپاتې وسيلې په توګه کار اخلي.
ده وويل: ((په سوېل کې ملي اردو اوسمهال د ماينونو د شنډولو په برخه کې ٥٠ سلنه امکانات او روزنه لري، خو له اړتيا سره سم، موږ غواړو دغه کچه سل ته پورته کړو.))
خو هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د ځواکونو پياده برخه په بشپړه توګه تجهيز ده، خو د توپچي، ټانکونو او هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لا هم پر ځاى پاتې دي.
جنرال حميد د ټانکونو او توپچي تر څنګ د هوايي ځواک په برخه کې د کافي امکاناتو نشتوالى، د کشفي چورلکو، جيټ الوتکو او دفاعي سيسټم په برخه کې د اسانتياوو کمښت جدي ستونزه وګڼله، خو ويې ويل، چې د نړيوالې ټولنې له ژمنو سره سم به د افغانستان ملي اردو تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه امکانات او وسايل ترلاسه کړي.
قوماندان په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ په چوکاټ کې په هوايي برخه کې د لومړنيو ستونزو د حل لپاره د ٧ چورلکو، ٦ کوچنيو چورلکو د شتون خبر ورکړ او ويې ويل، چې په وسيله يې اوسمهال د ملي اردو د اکمالاتو او ټرانسپورټ چارې ترسره کوي.
هغه دغه راز د ملي اردو په ليکو کې د جلب او جذب چارې هم تر پخوا ښې وګڼلې او ويې ويل، تر ټولو ښه خبره دا ده، چې په دې وروستيو کې د ملي اردو په ليکو کې د سوېلي ولايتونو د ځوانانو ونډه زياته شوې ده.
هغه وايي: ((پخوا د ټول سوېل په کچه په مياشت کې لس تنه د ملي اردو په ليکو کې شاملېدل، خو اوس دغه کچه په مياشت کې سلو تنو ته لوړه شوې ده.))
د ده په وينا، همدا اوس په سوېل کې د ملي اردو په روزنيز مرکز کې ١٤٠٠ تنه سرتېري تر روزنې لاندې دي، چې ډېر ژر به په بېلابېلو سيمو کې په دندو وګمارل شي.