د بادغيس ولايتي شورا ٩ غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يې څلور پخواني غړي هم يو ځل بيا ټاکل شوي. د کورنيو ټاکنو په پايله کې لاندې کسان د شورا د اداري پلاوي په توګه ټاکل شوي دي.
رييس: حاجي بها الدين قادسي
مرستيال: عبدالعزيز بېګ
منشي: مونسه قادري
 
 ١-حاجي بهاو الدين قادسي:
بهاوالدين قادسي د کمال الدين زوى، چې په ١٣٤١لمريز کال د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٥٩ لمريز کال کې د ګل محمد شهيد قادسي له لېسې څخه فارغ شوى او په ١٣٨٦ کال کې د بادغيس د ښوونکي د روزنې عالي موسسې د دري ادبياتو څانګې څخه فارغ شوى . نوموړي د عسکري دورې له بشپړولو وروسته د ښوونکي په توګه وګومارل شو او همدارنګه تر وکالت وړاندې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ساحوي ناظم او د بادغيس تشخيصيه کلينيک د اداري مدير په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٥٩٠٨١٢
 ٢-مولوي عبدالباسط صارم:
مولوي عبدالباسط صارم د مولوي عبدالقيوم زوى، چې په ١٣٥٨ لمريز کال زېږېدلى او د بادغيس د مرکز قلعه نو اوسېدونکى دى. صارم د ديني علومو په برخه کې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې او د ولايتي شورا په پخوانۍ دوره کې يې د شورا د مرستيال په توګه دنده اجرا کړې ده. مولوي صارم تر وکالت وړاندې د جومات د ملا امام او قومي مشر په حيث کار کړى دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٥٧٤٠٢٧
 ٣-عبدالله افضلي:
عبدالله افضلي د عبدالغني زوى ، چې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. د دوولسم ټولګي برى ليک يې د هرات ولايت د جامع مدرسې څخه په ١٣٨٩ کال کې تر لاسه کړى او اوسمهال په بادغيس کې د اشرق پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل دى.افضلي تر وکالت وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧١٨٢٩٢٧
  ٤-محمد ناصرنظري:
محمد ناصر د عبدالسلام زوى، چې په ١٣٥٥ لمريز کال د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې زېږېدلى  . نوموړي خپلې زده کړې په پاکستان کې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې تر ليسانس درجې پورې سر ته رسولې او ددې ولايت د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه دى. نوموړى تر وکالت وړاندې په بادغيس کې ملي جنبش ګوند د دفتر د رييس په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠٠٠٩٥٥
 ٥-محمد فريد اخيزي:
محمد فريد اخيزي د محمد اصف زوى، چې په ١٣٦٢ لمريز کال د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې زېږېدلى  . نوموړي د لېسې زده کړې په ١٣٨٨ لمريز کال د حنظله بادغيسي په لېسه کې پاى ته رسولې او په ١٣٩٢ لمريز کال يې له اشرق پوهنتون څخه په حقوقو او سياسي علومو کې ليسانس سند تر ګوتو کړى دى. اخيزى تر وکالت وړاندې له يو شمېر غير دولتي موسسو، د ټاکنو خپلواک کميسيون او همدارنګه د ښوونځيو د ښوونکو د مربي په توګه دندې اجرا کړې دي. نوموړى له هېڅ کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٦٦٦٣٥١٥٦٠
  ٦-عبدالعزيز بېګ:
عبدالعزيز د محمد عمر بېګ زوى ، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلى . نوموړي دوولسم ټولګى د حنظله بادغيسي لېسه کې پاى ته رسولى او لوړې زده کړې نه لري. نوموړى د عسکري مکلفيت تر سره کولو وروسته په ١٣٦٤ لمريز کال کې په شخصي سوداګرۍ پيل وکړ او تر  ١٣٩٠ کال پورې د ١٩ کلونو لپاره د هرات ولايت د ترانسپورټ د رييس په توګه پاتى شوى . نوموړى تر وکالت وړاندې په مقر ولسوالۍ کې د قومي مشر په توګه مطرح و او له کوم سياسي ګوند سره نه دى تړلى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٠١٩٣١٦
  ٧-ضياګل حبيبي :
ضياګل حبيبي د رمضان لور، چې په ١٣٥٨ لمريز کال په بادغيس ولايت کې زېږېدلې ده. مېرمن حبيبي د بادغيس د مرکز قلعه نو اوسېدونکې ده او زده کړې يې د بادغيس ولايت په دارالمعلمين کې تر ١٤ ټولګي پورې کړې دي. نوموړې مېرمن د ولايتي شورا په پخوانۍ دوره کې د شورا منشي وه او تر وکالت وړاندې يې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٦٢٩٨٠٨٦
  ٨-مونسه قادري:
مونسه قادري د عبدالله لور ، چې په ١٣٥٢ لمريز کال د بادغيس په قلعه نو کې زېږېدلې ده. دوولسم ټولګى يې په ١٣٧٢ لمريز کال کې د حنظله بادغيسي شپې لېسه کې پاى ته رسولى او اوسمهال په همدې ولايت کې د حکومت خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لومړي کال زده کوونکې ده.
مېرمن قادري تر وکالت وړاندې په بادغيس کې د ملي امنيت رياست او استيناف څارنوالۍ سره کار کړى او دوو کلونو لپاره د همدې ولايت د ښځو چارو رييسه وه. ددې ترڅنګ يې د بادغيس په عامې روغتيا رياست کې د نرسې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره د ترېنرې او په ځينو نورو غير دولتي موسسو کې کار کړى  . مېرمن قادري له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦٠٣٤١٠  
 ٩-خانجان ظفر :
خانجان ظفر د محمد رسول زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ په يالنتاب کلي کې زېږېدلى . نوموړي د ښوونځي دوره په خيرمين لېسه کى پاى ته رسولې او حامد کرزي په مشرۍ د حکومت په لومړيو کې د درېيو کلونو لپاره په هرات ولايت کې د قوماندان په توګه پاتى شوى  . ظفر تر وکالت وړاندې د قومي مشر په توګه مطرح و او د جمعيت اسلامى افغان سياسي ګوند  غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦٠٣٤١٠