٢١٥—حاجي خير محمد ايماق
د سرپل دخلکو استازى – رايې : ۹۲۲۴
 
حاجي خير محمد ايماق د اکرام الدين ايماق زوى، چې په ١٣٤١ لمريز کال د سرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې د سانچارک په زرکون کوټ لېسه کې بشپړې کړې او په ١٣٥٩لمريز کال د دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى دى.ايماق له دوولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته د جهاد له ليکو سره يو ځاى شو او تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې له مجاهدينو سره و، ددې ترڅنګ يې د ١٣٨١ لمريز کال په جګړو کې هم ونډه درلوده. ايماق تر دې وړاندې د اساسي قانون دتصويب او بېړنۍ لويو جرګو کې وکيل و او د ولسي جرګې په تېره دوره( پنځلسمه) کې يې هم د وکيل په توګه دنده اجرا کوله.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۵۳۸۲۳۰
 
٢١٦-سيدمحمدحسن شريفي بلخابي:
د سرپل د خلکو استازى-رايې:٩٨٠٤
 
سيدمحمد حسن شريفي بلخابي د سيدحسن زوى، چې په ١٣٥٠لمريز کال د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ١٣٧٤ لمريز کال د بلخاب په  سيدجمال الدين لېسه کې بشپړې کړې دي.  بلخابي د ايران په قم مدرسه کې د ماسټرۍ تر کچې ديني زده کړه کړې او د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند سره تړاوو لري.بلخابي د طالبانو پر وړاندې جنګېدلى او ددې ترڅنګ يې په جومات کې د علمانو د ډلې مشر، د ديني مدرسو او علميه مدرسو د مدرس، داهل بيت مدرسې دمسوول د بلخاب ديني عالمانو د شوار رييس او د الفت مجلې د مسوول په توګه دنده اجرا  کړې ده.
 
داړيکې  شمېره : ۰۷۹۹۴۲۸۲۴۴
 
٢١٧-عزيزه جليس
د سرپل د خلکو استازې- رايې:٣٠٩١
 
عزيزه جليس د سيف الله لور، چې په ١٣٤٣ لمريز کال د سرپل ولايت په خشت پول ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې ثانوې زده کړې په ١٣٦٢ لمريز کال د جوزجان په خديجه لېسه کې پاى ته رسولي او د لېسانس سند يې په ١٣٦٧ لمريز کال د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي له ازبکي څانګې څخه تر لاسه کړى دى. نوموړې تر فراغت وروسته د امام زاده يحى ابن زيد لېسې د ښوونکې، د وړکتونونو د عمومي مدير او د سرپل ولايت د ښځو چارو د ريسې په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۴۲۵۰۷
 ٢١٨-محمدحسين فيهمي:
د سرپل د خلکو استازى- رايې: ٧٨٧٨  
 
محمد حسين فهيمي د محمد ابراهيم زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې زېږېدلى او په ديني علومو کې يې  د ليسانس معادل سند په ايران کې تر لاسه کړى او دکاتب په نامه د خصوصي پوهنتون د حقوق او سياسي علومو له پوهنځي څخه هم ليسانس لري. فهيمي د لنډمهاله حکومت پر مهال د شمال  زون د پلان د مرستيال ، په انتقالي دولت کې د بلخاب د ولسوال، د جمهوري رياست په دوره کې د ملي اردو د شاهين ٢٥٩ قول اردو د اکمالاتو د مدير او د ولسي جرګې په ١٥ مه دوره کې د سرپل د خلکو د استازي په توګه دنده جرا کړې ده.
د اړيکو شمېرې : ۰۷۹۸۵۰۴۴۶۷ و ۰۷۷۶۹۵۰۹۳۲
برېښناليک  : [email protected]
  
 ٢١٩-سيد انور سادات:
د سرپل د خلکو استازى- رايې: ۸۶۴۵
 
سيد انور سادات د سيد مقيم زوى، چې  په ١٣٥٦لمريز کال د سرپل په مرکز کې زېږېدلى دى. نوموړى د سرپل له منهاج السراج لېسې څخه فارغ او د ليسانس سند يې په ١٣٨٠ لمريز کال د استانبول پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. سادات له ١٣٨١ لمريز کال څخه تر ١٣٨٢ کال پورې د جوزجان ملي تلويزيون د خپرونو د عمومي مدير په توګه  کار کړى او له ١٣٨٢ لمريز کال نه تر ١٣٨٩ کال پورې د اينه راډيو تلويزيون عمومي رييس و.
د اړيکو شمېرې : ۰۷۸۹۰۸۴۴۲۲ و ۰۷۰۰۶۶۱۸۱۸
برېښناليک : [email protected]