Jalala denies Fazlullah killed in Kunar

 
اسعداباد (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د کونړ والي هغه اوازې رد کړې ، چې ګواکې په دغه ولايت کې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان ملا فضل الله وژل شوى او يا هم دلته مېشت دى.
له تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله په کونړ ولايت کې له افغاني طالبانو سره د يوې نښتې په ترڅ کې وژل شوى او يا هم ټپي دى.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د تلې په ٢٠مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې هېڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه زياته کړه: ((زه په خپله د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکى يم، زه نه يم خبر چې مولانا فضل الله دلته مېشت دى.))
د جلاله په وينا، نه هم مولانا فضل الله او نه هم د پاکستاني طالبانو نور غړي دلته مېشت دي.
خو د کونړ والي وويل، دلته يو شمېر پاکستاني وسله وال طالبان شته، چې له افغان طالبانو سره يو ځاى د افغانستان د دولت پر ضد فعاليت کوي.
ده زياته کړه: ((په دې کې شک نشته چې پاکستاني طالبان زموږ په سرحداتو کې موجود دي، هغوي له افغاني طالبانو سره يو شوي او په افغان ځواکونو بريدونه کوي، څلورو باجوړيو طالبانو څو ورځې وړاندې غوښتل چې په اسمار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز د هاوان بريد وکړي، خو د خپلې مرمۍ په چاودنه کې ووژل شول.))
نوموړى وايي، دوى به چا ته اجازه ورنه کړي، چې د کونړ خاوره د پاکستان خلاف وکاروي او چې کله هم د پاکستان ضد وسله وال کونړ ته راغلي، وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دې خبرې ښکاره بېلګه د باجوړويو طالبانو د قوماندان ملا دادالله وژل دي چې تېر کال په شيګل ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
دا لومړى ځل نه دى چې پاکستاني چارواکي او رسنيۍ په کونړ کې د ملا فضل الله د شتون ادعاوې کوې، تر دې مخکې يې هم کړې دي او د افغاني چارواکو له خوا رد شوې دي.