په دې ولايت کې ددولتي  راډيو او يوې مهالنۍ ترڅنګ يو شمېر نورې خصوصي رسنۍ هم فعاليت کوي.
١-د عدالت غږ راډيو:
دا د غور ولايت له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې دانټرنيوز موسسې له خوا په ١٣٨٣ لمريز کال کې جوړه شوې ده، دا راډيو د ورځې درې ساعته خپرونې لري، چې د ولايت مرکز چغچران او نږدې کليو کې اورېدل کېږي،اوس مهال پکې لس کسان کار کوي او علي ظفر طاهري يې مسوول مدير دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٦٢٦٩٧٦١
٢-د پيام بهار اوونيزه:
دا هم د غور  له فعالو رسنيو څخه ده، چې ددې ولايت د فرهنګيانو له خوا په ١٣٨٥ لمريز کال کې رامنځته او پر خپرونو يې پيل کړى دى.
دا اوونيزه له ١٥٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ پورې  چاپيږي او په ټول ولايت کې وېشل کېږي ، د حق العضويت او ځينو مسوولينو د شخصي پيسو په لګښت چاپيږي، ١٣ تنه پکې کار کوي او د امتياز خاوند يې محمدګل يزدان پناه دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٠٤٧٥٣٤
٣-د پيام جهاد اوونيزه:
 دا اوونيزه هم ددې ولايت د فرهنګيانو له خوا رامنځته او په ١٣٨٥ لمريز کال کې يې په فعاليت پيل کړى دى.
تر ٢٥٠٠ ګڼو پورې چاپيږي او ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې وېشل کېږي، اوس مهال پکې ١٣ کسان کار کوي او محمد ګل يزدان پناه يې مسوول مدير دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٨٤٠٤٨٢٨
٤-د منصور اوونيزه:
دا اوونيزه د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا چاپيږي، له ١٣٨٩ لمريز کال راهيسې يې په فعاليت پيل کړى دى، تيراژ يې ٥٠٠  ګڼې دى ، پنځه تنه کار کوونکي لري او مسوول مدير يې عبدالحى خطيبي دى.
د اړيکې شمېره ٠٧٩٨٢٩٣٨٤١
٥-اتحاد مياشتنۍ:
دا مياشتنۍ د ملي توسعې د فرهنګي ټولنې د غړو له خوا خپريږي، په ١٣٨٧ لمريز کال کې يې په فعاليت پيل کړى ، ١٢ کارکوونکي لري ، په شخصي لګښت چاپيږي او مسوول مدير يې  پروېز يعقوبي دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٧٠٦٨٤٧٣
٦-جام مياشتنۍ:
دا هم ددې ولايت  له فعالو رسنيو څخه دى، چې د غور باستان شورا له خوا يې په فعاليت پيل کړى ،په ټول غرب زون کې وېشل کېږي ، ١٢ کار کوونکي لري او مسوول مدير يې حامد الله داد فر  دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٦٣٤١١٤٦
٧-سام مياشتنۍ:
دا مياشتنۍ په ١٣٨٤ لمريز کال کې رامنځته شوې ، د مياشتې ١٥٠٠ ګڼې چاپيږي،  ٣٢ تنه کارکوونکي لري او مسوول مدير يې  استاد احمد نديم غوري دى.
د اړيکې  شمېره :٠٧٩٧١٢٦١٤٦
٨-د فيروز کوه مياشتنۍ :
دغې مياشتنۍ ددې ولايت د باسواده تحصيل کړيو ځوانانو له خوا په ١٣٨٣ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى.
د مياشتې ١٥٠٠ ګڼې چاپيږي، په کابل، هرات او غور کې وېشل کېږي ، ٢٠ تنه پکې کار کوي او مسوول مدير يې استاد غلام رباني هدفمند دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٠٤٦٢٥