محمد الله بتاش د حاجي بوري زوى ، چى په ١٣٤٩هجري لمريز کال کې د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د درمن بتاش کلي کې زېږېدلى دى.لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې په باسوس ښوونځي او د امام صاحب په لېسه کې سرته رسولې دي .
هغه د کوبان په دولتي پوهنتون کې په ټولنيزو علومو کې د لېسانس تر کچې زده کړه کړي او ماسټري يې د نړيوالو اړيکو په څانګه کې په ١٩٨٥ کال کې د مسکو له پوهنتون څخه اخيستې او وروسته يې تر ١٩٩٠کال پورې د کابل اړوند تحصيلي موسسو کې تدريس کړى دى. بتاش، په ١٩٩٠ کال کې د نورو زده کړو لپاره يوځل بيا مسکو ته لاړ او په ١٩٩٥ کال کې د دوکتورا له سند سره بېرته هېواد ته راستون شو.
هغه ، له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پورې د وزيرانو د شورا دچارو ادارې او دارالانشا په برخه کې د کار پوه په توګه ، تر ٢٠٠٨پورې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د کارپوه په توګه او په همدې وخت کې د دولت د رياست د لوړ پوړو چارواکو د ټاکنې د بورډ د غړي په توګه دنده تر سره کړې ده .
بتاش تر ٢٠٠٩ کال پورې د سيمه ييزو ارګانونو د حقوقي سلاکار او تر ٢٠١٠کاله پورې د ترانسپورټ او هوايي چلند د مرستيال په توګه او له دې وروسته تر ٢٠١١کاله پورې د همدې وزارت د پاليسۍ د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.
د هغه مورنۍ ژبه ازبکي ده، خو په پښتو، دري ، روسي او انګليسي ژبو خبرې کولى شي او د١٣٩١کال د غبرګولي مياشتي راهيسې د فارياب د والي په توګه دنده پر مخ وړي . هغه تر پنځه کاله دمخه د د ملي جنبش ګوند يو مخکښ غړى و ، خو اوس ادعا لري ، چې له کوم ګوند سره تړوا نه لري.
د فارياب د والي علمي څېړنې:
١ – د لوړو زده کړو د موسسو د تدريس طريقه ، چاپ١٩٨٨
٢ - له پخوانيو دورو څخه د مرکزي دولت تر تشکيل پورې د افغانستان تاريخ، چاپ١٩٨٩
٣ – د افغانستان د مرکزي دولت له تشکيل څخه د ازادۍ لاس ته راوړلو پورې، چاپ١٩٨٩
٤ – له٥٠څخه زياتې علمي مقالې د هېواد په ورځپاڼو او مجلو کې