کابل ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : د کابل ښار او يو شمېر شمالي ولسواليو اوسېدونکي د خپلو سيمو امنيت ښه بولي، خو د څلورو ختيځو ولسواليو اوسېدونکي بيا له نا امنيو  شکايت کوي.
د کابل امنيه قومانداني هم مني، چې په ځينو ولسواليو کې امنيتي ننګونې شته، خو زياتوي چې دوى په دې اړه کلک او جدي اقدامات په لاره اچولي دي.
د کابل ښار ٢٢ امنيتي حوزې لري، ددې ښار د ګڼو  حوزو اوسېدونکي د امنيت له پلوه ډاډمن دي ، خو د ځينو حوزو اوسېدونکي له وسله والو غلاوو او لار شکونې څخه شکايت کوي.
د  کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړونده يو تن اوسېدونکي عبدالجميل پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې امنيت يې ښه دى، خو کله نا کله وسله والې غلاوې رامنځته کېږي، چې له امله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه ، چې سهار وخته او د شپې ناوخته يو شمېر ټکسي چلوونکي او د شخصي موټرو  چلوونکي سپرلۍ پورته کوي او بيا يې لوټوي او پيسې ترې اخلي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د اړوندو حوزو پوليس له دوى سره لاس لري او په مخنيوي کې يې پاتې راغلي دي .
د اتمې حوزې  اړونده د رحمان مينې اوسېدونکي هم له امنيت څخه خوښ دي، خو له پوليسو غواړي ، چې د شپې له خوا ګزمې زياتې کړې.
ددې سيمې يو تن اوسېدونکى محمداصف وايي، تر پخوا يې امنيت ډېر ښه شوى ، خو دى هم د شپې له خوا له غلاوو څخه شکايت کوي او له پوليسو غواړي، چې ګزمې زياتې کړي.
ده زياته کړه : (( پوليس تر ماښام وروسته ليدل کېږي، خو لږ چې ناوخته شي دوى هم دنورو خلکو په څېر بيده شي ، سره له دې چې دوى ته د ټولنې خدمتګار ويل کېږي.))
د  کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اوسېدونکي هم له غلاوو شکايت کوي او زياتوي ، چې په دې وروستيو کې غلاوې زياتې شوې دي.
د دې سيمې يو تن اوسېدونکي غلام نبي پژواک ته وويل، چې په ټوليزه توګه يې امنيت ښه شوى ، خو ځينې مهال د پوليسو د بې غورۍ له امله امنيتي ستونزې پيدا شي.
ده زياته کړه : (( د غلاوو په پېښو کې زه نېغ په نېغه پوليس ګرم بولم، که دوى سمه ګزمه وکړي او له سيمې څخه ځان باخبره وساتي، نو هېڅکله به دا ډول پېښې رامنځته نه شي. ))
د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې يو تن اوسېدونکى عبدالقادر وايي، چې پخوا يې په سيمه کې وژنې ترسره کېدې او غلاوې هم رامنځته کېدې، خو اوس يې امنيت نسبتاً ښه شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې اوس هم په سيمه يې کې  په رڼا ورځ وسله وال  ګرځي، خو نه معلوميږي، چې دوى څوک دي او چا پورې تړلي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دشپې له خوا کله نا کله وسله والې غلاوې هم رامنځته کېږي ، چې پوليس يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د يوولسمې امنيتي حوزې اوسېدونکي هم وايي ، چې امنيت يې ښه شوى  ، خو د پوليسو د ګزمو د زياتولي غوښتنه کوي.
ددې سيمې د کلاى نجارا يو تن اوسېدونکى حبيب الله وايي ، چې دوى په ډاډه زړه د شپې له خوا هم تګ راتګ کوي او له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
خو نوموړي په دې سيمه کې د غير مسوولو وسله والو له شتون څخه شکايت وکړ.
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر وايي ، چې د امنيت په تامينولو کې خلک او د سيمې اوسېدونکي مهم رول لوبوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل ښار په ښه امنيت کې ددې ښار اوسېدونکو مهم رول لوبولى دى او ددوى د همکارۍ له امله امنيت ټينګ دى.
جنرال ظاهر د کابل ښار له ټولو ښاريانو وغوښتل، چې د امنيتي ستونزو پر مهال او يا هم د شکمنو کسانو په ليدو سره ١٠٠ او ١١٩ شمېرو سره اړيکې ونيسي، څو پوليس په وخت سره وکولى شي د امنيتي ګواښونو مخه ونيسي.
نوموړى وايي ، چې د کابل په ټولو دخولي دروازو کې په دقيقه توګه تالاشۍ ترسره کېږي، د ښار په سرحدي سيمو کې امنيتي کمربندونه جوړ شي، د شپې له خوا ګزمې په شدت سره روانې دي .
د کابل امنيه قوماندان وويل ، د کابل ښار په کومه سيمه کې، چې امنيتي ستونزه پيداشي، د هماغې سيمې له امنيتي مسوول څخه يې پوښتنه کېږي او که کوم امنيتي چارواکي په دنده کې غفلت کړى وي، نو هماغه مقصر ګڼل کېږي .
جنرال ظاهر په کابل ښار کې د وسله والو غلاوو په اړه وويل ، چې پوليسو په دې اړه ګړندۍ هڅې پيل کړې دي او په دې وروستيو کې يې کچه ډېره ټيټه شوې ده.
بلخوا د کابل ولايت ديو شمېر ولسواليو اوسېدونکي له نا امنيو شکايت کوي ، د کابل ولايت  سروبي، خاکجبار، چهاراسياب، موسهي، بګرامي ، پغمان او ده سبز هغه سيمې دي ، چې کله نا کله ترې د نا امنيو راپورونه ورکول کېږي.
سروبي، چې د ننګرهار ،  لغمان او کاپيسا له نا امنو سيمو سره ګډه پوله لري، وسله وال مخالفين په اسانه توګه ورته تګ راتګ کولى شي.
د سروبي ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالولي هم  وايي، چې د ځينو لرو پرتو سيمو امنيت خراب شوى دى.
هغه د امنيتي پوستو زياتولو او د وسله والو مخالفينو د عملياتو پيلولو ترڅنګ له حکومت څخه وغوښتل ، چې د ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته سړکونه جوړ کړي.
 د نوموړي په وينا، دا ولسوالي د ننګرهار حصارک ، د لغمان بادپښ  او د کاپيسا له تګاب څخه تر امنيتي ګواښونو لاندې ده.
د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي هم له نا امنيو شکايت کوي او ددې ولسوالۍ اوسېدونکو څه موده مخکې ويلي وو، چې دا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
څومياشتې مخکې وسله والو مخالفينو ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک جوړونې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو او پوليسو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د هغوى  وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي وو.
ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ځاځى وايي، چې حکومت  دا ولسوالۍ د امنيت له پلوه هم له پامه غور‌ځولې ده.
هغه زياتوي ،چې ددې سيمې ډېرى اوسېدونکي طالبي نظريه لري او يو ډول نه يو ډول د حکومت مخالفت کوي.
نوموړى وايي ،چې حکومت ددې پر ځاى، چې ولس خپل کړي، په لوى لاس يې خپل ولس د ځان مخالف کړى دى.
د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له خپلسرو وسله والو شکايت کوي او زياتوي و سره له دې چې دا ولسوالي د هېواد پلازمينې اړونده ده، خو وسله وال پکې ازاد ګرځي.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل، چې پوليس هم له مجرمينو او وسله والو سره يو ځاى شوي او د خپل ولس پر ځورولو يې لاس پورې کړى دى.
د کابل امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر هم مني ، چې په يادو ولسواليو کې ځينې امنيتي ګواښونه شته، خو زياتوي چې ددې سيمو دامنيت ټينګولو په اړه يې هڅې پيل کړې دي.
هغه زياتوي ، چې د خاکجبار، سروبي، ده سبز، پغمان ، قره باغ او چهار اسياب ولسواليو له قومي مشرانو سره  يې غونډې نيولې دي او په دې يې اړه د هغوى نظرونه اخيستي دي.
نوموړى وايي ،چې د کابل ښار او ولسواليو دامنيت لپاره ډېر کار ته اړتيا ده ، خو ژمنه يې وکړه، چې تر ټولټاکنو پورې به د کابل امنيت ډېر ښه شوى وي.
جنرال ظاهر وويل ، چې د کابل امنيه قوماندانۍ له  ملي امنيت سره په ګډه د کابل په ١١١ مه فرقه کې د ټاکنو د امنيت لپاره ګډ پلانونه جوړ کړي دي.