By: فريد تنها , Date:11/07/2015
پاراخ( پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٤): د پنجشېر يو شمېر اوسېدوونکي په داسې حال کې د ولايتي شورا له کړنو ناخوښ دي ،چې ددې شورا د نوو غړو د کار په پيل کې ددې بنسټ ښو کړنو ته هيله من وو. د ولايتي شورا ټاکنې تېرکال د وري په ١٦مه ت... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Panjshir.To see other videos

پاراخ  ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت ډېرى اوسېدونکي دولتي مامورين دي او د پاتې نورو اقتصاد په کرنه، سوداګرۍ او د قيمتي ډبرو پر سوداګرۍ ولاړ دى.
په دغه ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم ځينې خلک په کرنې او باغدارۍ بوخت دي، يو شمېر نور خلک يې بيا د قيمتي ډبرو په کانونو کې کار کوي.
د پنجشېر کروندګر کابل او نورو ولايتونو ته مڼې، زردالو، توت او کچالو صادروي ، پخوا به يې په ارزانه بيه بازار ته عرضه کول، خو اوس چې سړې خونې جوړې شوي، نو په ښه بيه يې عرضه کوي او ډېره ګټه لاسته راوړي.
کرنه:

پاراخ ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر اوسېدونکي ددغه ولايت له امنيت څخه خوښ دي او امنيتي چارواکي يې هوډ څرګندوي ، دوى به چاته اجازه ورنه کړي ، چې ددې ولايت امنيت ګډ وډ کړي.
ددې ولايت د عنابې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ او ټول ولايت کې يې امنيت ډېر ښه دی .
هغه زياته کړه : (( د دښمن کوم خطر نشته ورځ او شپه خلک بهر هر ځای ته تګ او راتګ کوي او د  وېرې هېڅ احساس نه کوي.))
د نوموړي په وينا، د دې ولايت اوسېدونکي له حکومت سره همکاري کوي او هر مشکوک تن چې ګوري ژر يې په اړه امنيتي ارګانونو ته خبر ورکوي.

پاراخ ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت اوسېدونکي وايي ، چې په دې ولايت کې د بيارغونې په برخه کې کارونه شوي، خو د بنسټيزونو کارونو د کموالي له مله د خلکو په ژوند کې ډېر بدلون نه دى راغلى.
دوى وايي، چې په دې ولايت کې پر سيند پول جوړ شوى، واړه پولګوټي جوړ شوي، د کرنيزو ځمکو لپاره ويالې او استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.
د پنجشېر ولايت د بازارک سيمې يو تن اوسېدونکى شاوېس وايي، چې په دې ولايت کې د بيارغونې په برخه کې ډېر کار شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ولايت سړک پوخ دى او د ځينو ولسواليو سړکونه هم جوړ شوي او پر نورو کار روان دى.

چاريکار ( پژواک ١٥تله ٩٢ ) : د پنجشېر د پوهنې رياست وايي ، چې که څه هم د دې ولايت د پوهنې په برخه کې پرمختګ شوى، خو اوس هم  له يو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.
ددې ولايت د پوهنې رييس عبدالمقيم حليمي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې ټول ١٥٠ ښوونځي فعال دي.
هغه زياته کړه، چې په دې ښوونځيو کې ٥٠ لېسې، ٤٥ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي.
د نوموړي په وينا، په دې ښوونځيو کې ٤٥ زره زده کوونکي زده کړې کوي ، چې ١٢ زره يې نجونې دي.
حليمي وايي، چې په دې ولايت کې د حسابدارۍ يو انسټيټيوټ او د ښوونې او روزنې يو پوهنځى هم فعاليت لري.

پاراخ ( پژواک ٣٠ تله ٩٢ ) :  پنجشېر د هېواد د مرکزي ولايتونو له ډلې څخه دى، ولايتي شورا يې ٩ غړي لري ، چې درې يې ښځينه دي. په دې راپور کې موږ ديو شمېر خلکو نظرونه را اخيستي ، چې په لاندې ډول دي.
دوکاندار : راتلونکى حکومت دې پيسې په سمو پروژو ولګوي
د دې ولايت د پريان ولسوالۍ اوسېدونکى دوکاندار حميدالله وايي، چې دى به راتلونکو ټولټاکنو کې رايه ورکړي، خوله نوي حکومت څخه غواړي، چې د نړيوالو له خوا کيدونکې مرستې پر سمو پروژو ولګوي، چې ډېرو خلکو ته يې ګټه ورسېږي.
لوبغاړى : ټاکنې ښې دي، ټول بايد پکې ونډه واخلي

پاراخ ( پژواک ١٨ تله ٩٢ ) : د پنجشېر  ولايت اوسېدونکو دسړکونو او روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
ددې ولايت د روخې ولسوالی اوسېدونکى ډاکټر اجمل پژواک خبري اژاسن ته وويل، چې د پنجشېر ډېرى سيمې غرنۍ درې لري او خلک يې نه شي کولای ، چې مرکز ته په اسانه توګه تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه ، چې د سړکونو او لارو د نشتوالي ترڅنګ په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوې هم نه لري.
د دې ولايت د پريان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى يحيی وايي : (( زموږ سيمه له مرکز څخه ډېره لرې ده ، خو لارې مو خامې دي او د باران پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ کېږو.))

پاراخ ( پژواک ١٨ تله ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت اوسېدونکي د ژوند د نورو اسانتياوو برابرولو ترڅنګ خپلو ځوانانو ته د کار د زمينو د برابرولو غوښتنې لري.
د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو خلک دولت څخه بېلا بېل ډول غوښتنې لري ، دوی زياتره پر دې ټينګار کوي ، چې ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره شي ، تر څو ځوانان په کارونو بوخت شي او هم د تعليمي مراکزو اسانتياوې پيدا کړي.
د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى  او د پوهنتون محصل رايد پنجشيرى وايي، چې په ولايت کې يې د ځوانانو لپاره د کار هېڅ زمينه نه ده برابره.

١-خراسان راډيو:
خراسان راډيو په ١٣٨٦ لمريز کال د انټرنيوز له خوا په دې ولايت کې جوړه شوې، چې  هره ورځ د سهار له ٥ د شپې تر ١٢ بجو خپرونې لري  او د پوښښ ساحې يې د شتل، عنابه، رخه او بازارک ولسواليو څخه عبارت دي. خراسان راډيو ٢٢ کارکوونکي لري او مسوول مدير يې روح الله يوسفي دى.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠١٥٨١١٥  
برېښناليک :  [email protected]
     
٢-پنجشير ١٥ ورځنۍ:

١-د پنجشېر د ښځو ټولنه:
نوموړې ټولنې په ١٣٨٩ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، د ښځو د هوساينې او د ښځو د ستونزو له منځه وړلو په برخو کې کار کوي. ددغې ټولنې مسووله  حميرا ده .
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٠٩٠١٨٤
٢-د پنجشېر درې ټولنيز بنسټ:
دغه بنسټ  په ١٣٨٦ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، د ټولنيزو چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د ښځو د وړتيا د کچې په لوړولو کې کار کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٧٩٥٦٥٦٦
 
٣-د کاروان قلم کولتوري ټولنه:

 د پنجشير ولايتي شورا ٩ غړي لري چې د ولايتي شورا د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې ددې شورا څلور پخواني غړي هم وتوانېدل چې يو ځل بيا دې شورا ته لاره پيدا کړي. ددې شورا نوى ټاکل شوى ادارى پلاوى په لاندې ډول دى.
مشر: نجيب الله يعقوبي
مرستياله: راحله عطايي
منشي: قلندرخان بهادري
١-ملامحمدفيضي:
ملا محمدفيضي د فيض محمد زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې د پنجشير په پريان  ولسوالۍ کې زېږېدلى، د ښوونحي زده کړې يې په همدې ولسوالۍ کې پاى ته رسولي او د پاکستان له يوه پوهنتون څخه يې د شرعياتو په برخه کې ليسانس تر لاسه کړى دى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

برخى باشنده هاى پنجشير از کارکرد شوراى ولايتى رضايت ندارند
By: فريد تنها , Date:11/07/2015

دپنجشېر ځينې اوسېدونکي د ولايتي شورا له کړنو خوښ نه د...

پاراخ( پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٤): د پنجشېر يو شمېر اوسېدوونکي په داسې حال کې د ولايتي... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

برخى باشنده هاى پنجشير از کارکرد شوراى ولايتى رضايت ندارند
By: فريد تنها , Date:11/07/2015

دپنجشېر ځينې اوسېد...

پاراخ( پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٤): د پنجشېر يو شمېر اوسېدوونکي په داسې حال کې د ولايتي... پاتی برخه