د مرکزي ولايت لوګر اوسېدونکي ناامني تر ټولو ستره ستونزه بولي او له بريالي ولسمشر څخه ددغې ستونزې هوارى غواړي .
د شپږو ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل ښار سوېل ته په شاوخوا ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، نږدې هره ورځ د يوې ناامنى شاهد وي .
دلوګر ولايتي شورا ( ٩ ) غړي لري، چې درې يې ښځينه دي . سږنيو ټاکنو کې دغې شورا ته د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستي نوملړ له مخې، ٤٨ تنو ځانونه کانديد کړي، چې لس يې ښځې دي .