Disease, seeds blamed for wheat yield fall

 
خوست (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د خوست ولايت د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي، چې سږ کال د بېلابېلو عواملو له امله د غنمو حاصلات کم شوي دي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير نور شهباز پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست کې د غنمو د حاصلاتو کمښت څو لاملونه لري.
هغه زياتوي، په ژمي کې د زياتو بارانونو کېدل، چې له امله يې په غنمو کې د سورخي (زرڼه) په نوم ناروغي پيدا شوه.
نور شهباز زياته کړه، د يو شمېر شرکتونو له لوري له بېلابېلو ولايتونو څخه د اصلاح شوو تخمونو راوړل دي، چې د خوست له اقليم سره برابر نه وو.
د ده په وينا، چې له بدخشان او بلخ ولايتونو راوړل شوي تخمونه د خوست له اوبو او هوا سره هيڅ سر نه خوري او ښه پايله نه ورکوي.
دى وايي، چې سږ کال د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې ږلۍ هم شوې، چې د خلکو فصلونه يې خراب او يا بېخي له منځه وړي دي.
د نوموړي په خبره، که د خوست د غنمو ټول تخمونه بدل نه شي او د دغه ولايت له هوا او اوبو سره مناسب تخمونه را نه وړل شي راتلونکى کال به پنځه سلنه حاصلات هم ترلاسه نه شي.
په خوست کې د کرنيزو چارو کارپوه انجينر ميرنواز الهام وايي، سورخې يا زرڼه هغه ناروغي ده چې غنمو ته زيات زيان رسوي او پر حاصلاتو منفي اغېز ښندي.
هغه وايي، لومړی دغه ناروغي د غنم په پاڼه او ډنډر کې پيدا کېږي او بيا وږي ته پراخېږي او د غنمو دانه وده نه شي کولی.
د انجينر الهام په خبره، کله چې د غنمو د لو وخت شي، په وږی کې غنم ډېر کمزوري، نري، وزن يې کم، رنګ يې تور او کله چې ډوډۍ ترې پخه شي خوند يې بد وي.
نوموړی زياتوي، چې سږ کال د خوست په ټولو غنمو کې دغه ناروغي پيدا شوې او د غنمو دانې خرابې او ډېرې کمزورې شوې دي.
د لکڼو سيمې اوسېدونکی محمود شاه وايي، چې له دې مخکې کلونو کې يې شته ځمکې څه د پاسه ۱۲ سوه منه غنم کول خو سږ کال يې ۴ سوه منه غنم شوي دي.
نوموړی زياتوي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه يې د کرنې رياست ته مراجعه وکړه خو چا ورسره مرسته ونه کړای شوه.
د صبريو ولسوالۍ يو بزګر ظاهر خان وايي، چې د تېر په پرتله يې د غنمو حاصل ډېر کم وو.
هغه زياته کړه، په تېرو شلو کلونو کې دغه لومړی ځل دی، چې غنم يې ناروغه کېږي او له امله يې کم حاصلات ترلاسه کوي.
ظاهر خان له چارواکو او مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کوي، چې د خوست له بزګرانو سره مرسته وکړي.
خوست سرحدي او غرنی ولايت دی، چې د کرنې لپاره کمې کرنيزې ځمکې لري او هغه هم زياتره يې للمي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.