"زورمندان محلى در دور دوم انتخابات مداخله نموده اند"

ميمنه (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): د فارياب ولايت د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په دفتر کې په ١٢١ ثبت شوو شکايتونو کې د زورواکانو، ناقانونه وسله والو او ټاکنيزو کارکوونکو لاسوهنو شتون درلود.
د فارياب د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د يادو درغليو او سرغړونو له ډلې ٨٧ يې د اصلاحاتو او همپالنې، ٢٦ يې د تحول او تداوم او اته نور د ټاکنو د کار کوونکو پر وړاندې شوي دي.
د فارياب د ټاکنيزو کمېسيون غړي سيد جميل سجادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٢١ ثبت شوو شکايتونو له ډلې پنځه يې مستند او موثق دي او پاتې نور ټول بې شواهدو او اسنادو دي، چې نه شي کولاى هغه و ارزوي.
هغه وويل، ښايي د يادو پنځو شکايتونو له مخې چې په اړه يې اسناد او شواهد شته، د ځينو محلونو رايې باطلې اعلان شي.
سجادي وايي، چې ثبت شوي ډېرى شکايتونه د سيمه ييزو زورواکانو، ناقانونه وسله والو، ساختګي جګړو، د ټاکنو د کار کوونکو او په المار، قيصار، شيرين تګاب، غورماچ او په هغو سيمو کې چې هلته د دولت حاکميت نشته د امنيتي چارواکو په اړه دي.
هغه زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې زورواکو د ناظرينو کمرې ماتې کړې او د درغليو او تقلب اسناد يې هم له منځه وړي دي.
د شکايتونو د کمېسيون دغه غړى وايي: ((ټول ثبت شوي شکايتونه يې شواهدو او اسنادو ته په پام ارزولي او وروستۍ پرېکړه يې کړې، مرکزي دفتر يې استولي دي، که څوک زموږ پرېکړه نه مني کولاى شي مرکزي دفتر ته ولاړ شي او هلته استيناف طلبي وکړي.
د غبرګولي د ٢٤مې د ټاکنو په پرتله د شکايتونو بهير د هېواد په کچه دوه ورځې ونيوې او وروسته د ولايتونو د شکايتونو کمېسيون د هغو ارزونې ته ځانګړې کړې او د ارزونې پروسه دوه ورځې مخکې رسماً پاى ته ورسېده.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې په ولايتونو کې د پرېکړې له ابلاغ وروسته د ولايتي پرېکړو په اړه د استيناف طلبۍ لپاره ٧٢ ساعته وخت په پام کې نيول شوى دى. 
د ياد کمېسيون وياند نادر محسني وويل، چې د کمېسيون ټولې پرېکړې او ارزونې ډاګيزې دي او که د مهندسي شوو او پراخو درغليو په اړه هر ډول سند شتون ولري، کمېسيون به د هغو په اړه پرېکنده تصميم ونيسي له همدې امله د اندېښنې وړ نه ده او کمېسيون هېڅول وېره د ناپاکو رايو له باطلېدو نه لري.
د ويلو ده، چې د دويم پړاو ټاکنو په اړه ٢٥٠٠ شکايتونه ثبت شوي چې ډېرى يې د ټاکنو کمېسيون د کار کوونکو په اړه دي.
بلخوا د فارياب د ټاکنو کمېسيون رييس شاه جهان سرداري وايي، چې دوى د دوولسو محلونو رايې تفتيش کړې او د دوو يې بيا شمېرلې دي.
هغه وويل، چې په دغه تفتيش او بيا شمېرنه کې د عبدالله عبدالله له استازو پرته د ډېرى بنسټونو او رسنيو استازو شتون درلود.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په ټاکنو د پراخو درغليو له امله ټاکنيز کمېسيونونه له سيال ټيم سره په پلوۍ تورن کړي او اړيکې يې ورسره پرې کړې دي.
د فارياب د ټاکنو کمېسيون رييس څرګنده کړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې په دغه ولايت کې تر ٣٨٠ زره تنو په ټاکنو کې ګډون کړى و چې ٤٢ سلنه يې ښځې وې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.