ښرنه (پژواک ٣ غويى ۹۳): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، پوره امنيتي چمتووالى ورته لري.
پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ۳مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، په پکتيکا کې تېرې ټاکنې په ډاډمنه امنيتي فضا کې ترسره شوې او د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستې وو.
نوموړي وويل، په ټاکنو کې ټولو افغان امنيتي ځواکونو امنيت نيولى و، خو د سيمه ييزو پوليسو رول په کې مهم و.
ملاخېل وايي، د مرکز ښرنې په ګډون هغه ولسوالۍ چې سيمه ييز پوليس په کې ګومارل شوي وو، امنيت يې پوره ټينګ و او ټولو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.