اميرمحمد اخندزاده د حاجي محمدرسول اخندزاده زوی په  ۱۳۵۴ لمريز کال کې د هلمند په زمينداور ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړې يې تر دوولسم ټولګي پورې د يادې ولسوالۍ په لېسه کې ترسره کړې او تر څوارلسم پورې يې زده کړې په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال د شرعياتو په برخه کې ترسره کړې دي.
اخندزاده په ۱۳۸۱ لمريزکال کې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې او تر هغه وروسته په ۱۳۸۵ لمريز کال کې يې د هلمند د والي د مرستيال  په توګه کار کړى دى.
نوموړى دغه راز په ۱۳۸۶ لمريز کال کې په قومي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه پاتې شوى او بيا په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د قومونو او قبايلو په وزارت کې د سياسي مرستيال په توګه معرفي شو ، هغه په ١٣٩١ لمريز کال کې د اروزګان د والي په توګه وټاکل شو .
  نوموړى د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په دري  او عربي ژبو هم پوهېږي.
د امير محمد اخندزاده  پلار په حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند کې او دى هغه مهال کشر و، ځکه يې سياسي فعاليت نه درلود.