هلمند د افغانستان  په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد  لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې  او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په  سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده.
شمالي برخې ته يې  غرونه حلقه  شوي  او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه  ښار دى او له پلازمېنې كابل څخه  ۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه  نفوس لري.  
هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه ګرشک ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر  ولسوالۍ په کې شاملې دي.
د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کې ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .
سيند او بندونه
د هلمند سيند، چې په بېلابېلو دورو کې يې نومونه بدل شوي ، زيات نومونه لري، چې د بېلګې په  توګه  يې دلته څو نومونه اخلو، هيتومند په اوستا کې راغلى، په  سانسيګريټ کې هيذمند،بيا هتمند،بيا په هير مند اوښتى او په اسلامي دورکې يې نوم په اوسني هلمند واوښت ،چې لغوي معنا يې پرتمين،بريمن او پرتم دى ، د ډک په معنا هم دى .
د هلمند سيند د هېواد د مرکزي سيمو له بابا  غرونو سرچينه  اخلي ، ١٤ سوه کيلومتره په اوږود والي سره تر ايرانه  بهيږي او وروسته بيا په هامون کې غرقيږي، د هلمند سيند په بېلابېلو سيمو کې  مرستيالان خوړونه  لري، په  ځانګړې توګه تر کجکي ولسوالۍ لاندې سيمو کې دسنګين ،موسى کلا،نوزاد،لوى مانده،نرى مانده، خوړونه ، ارغنداب سيند او داسې نور لوى او واړه خوړونه يې مرستيالان  دي.
د برېښنا بندونه
د كجكې د برېښنا بند ددې ولايت يو له مهمو پرژو څخه دى، دغه بندددرې توربينونو په لرلو سره ۵۱ ميګاواټه برېښنا توليدولى شي ، چې اوس مهال يې دو ه فعال  دي ، ۳۱ ميګاواټه برېښنا توليد لري. چې د هلمند ترڅنګ کندهار ښار ته هم برېښنا ورکوي.
د ګرشك د برېښنا بند، چې دكانال پر سر جوړه شوى، دوه نيم ميګاواټه  برېښنا توليد لري، خو همدا اوس يې پر پروژې كار وان دى ، چې  د توليد كچه  به يې پنځو ميګاواټو ته زياته شي .
کولتور
 هلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې  د فرهنګ ، تمدن او تاريخي ميراثونو  مرکز و،  خو په دې وروستيو کې يې منظمې فرهنګي چارې دبست فرهنګې ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کې پيل  کړې ، تر هغه وروسته دهلمند ادبي ټولنه،پير روښان ټولنه،سنګ روخام ټولنه،محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په نادعلي ولسوالۍ کې د ناد علي په نوم  ټولنه، په ګرشک کې دشملې ادبي ټولنه ، دغه  راز په ګرشک کې دسراج  په نوم ټولنه، چې دا مهال د ابي بهير ترڅنګ نهه ټولنې فعالت کوي ، چې  تردې مهاله شاو خوا ١٢ سوه  شاعران او ليکووالان پکې وخت ناوخته ادبي بانډارونه  جوړوي.
د هلمند څپانده سيند په نوم کلنۍ مشاعره هرکال په غويي مياشت کې جوړيږي، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعران  يې ګډونوال وي.
د هلمند د اطلاعاتو اوکولتور رياست تردې مهاله نه دى توانيدلى،  چې موزيم جوړ کړي .
تاريخي ابدې
هلمند ولايت شا وخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري لکه  بست کلا،سلطان محمود قصر،ارګ ماڼۍ، تنور کلا،مسجد،اتو کلا،سفار کلا،  بولان کلا، مخترکلا، دپيرسوز کلا ،د بشران د خواجه بيدار کلا ،شهزاده بابا کلا ،د سپوږمۍ کلا،دخواجه علي کلا، دخواجه غيب کلا، دامير بلند بابا کلا، ددروېشانو کلاوې ،دشملان  کلا، د ګرشک کلا، دکلايې سبز کلا، کلاى نو،خانشين کلا،ديشو کلا،جلج کلا،اتو کلا . داور کلا ،موسى کلا، فتح خان کلا،کرم  خان کلا،  ،شاحسين زيارت،ساروان کلا، دلويې ادې کلا،نوزاد سره کلا،  دنوزاد مروت کلا، دباغران  حرم کلا ګاني، بغني کلا ،برنګ غونډۍ، اسد سوري زيارت، نادعلي کلا،،سرخودوز کلا، مومن کلا،پنجاو کلا،   بيوبي جاني کلا،شاه اسماعيل اغا کلا ، او داسې نورې چې دټولو شمېره يې تر پنځوس اوړي ، چې ډيرى يې اوس مهال دنه  پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
د هېواد نورو ولايتونو په څېر دهلمند د خلکو هم ملي نڅا ډول ته اټن دى ، چې ځوانان يې د خوشحاليو په پروګرامو کې کوي.
رسنۍ
په هلمندکې لومړى په ګرشک ولسوالۍ کې د نيمروز په نوم يوه اونيزه د لږ وخت لپاره چاپ شوې،خو تر هغه وروسته په ١٣٣٣ لمريز کال کې دهلمند جريدې په نوم اونيزې په فعاليت پيل وکړ ، چې تر دې مهاله  له چاپه راوځي.
د هلمند دولتي راډيو په ١٣٦٢ لمريز کال کې تاسيس شوه او دهلمند تلوېزيون  بيا په ١٣٦٥ کال کې په خپرونو پيل وکړ ، دسباون خپلواکې راډيو  په  ٢٠٠٣ ميلادي کال کې  په خپرونو پيل کړى ، چې دا مهال په هلمندکې پر دولتي او سباون  سربېره  ،بست ،سمون، مسکا سيمه يزه  راډيوګاني پرايف،ايم څپو خپرونې لري او د دولتي  تلوېزيون ترڅنګ دسباون  په نوم يو ازاد تلوېزويون هم له نږدې يوه کال  راهيسې خپرونې لري.
دغه  را ز په هلمندکې دپګړۍ مجلې تر څنګ ، چې په لومړي ځل په  ١٣٨٤ لمريز کال کې چاپ شوه ، ورپسې ،شمله ،پويا،لښکرګاه،سفار ،د روغتيا پلوشې ازادې مجلي دي او ترڅنګ يې د هلمند دولتي مجله او دامنيه  قوماندانۍ مجله ده،  چې يواځې پويا،لښکرګاه  او د ولايت مجلې پروخت چاپيږي،  پاتې نور يې تر يو، يا دوه  ځله  چاپ وروسته  له چاپ څخه پاتې  شوې دي..
د سيستان ،بست،هلمند،هيله،پايله،دځوانانو،سجستان،کجکي،ښاروالۍ اوونيز،مياشتنۍ او مهالنۍ جريدې دي،  چې يواځې يوه يا دوه ځله  چاپ شوې دي .
په هلمندکې ملي تلوېزيون، اريانا،شمشاد، لمر، طلوع،يک تلوېزيونونه خپرونې هم بروډکاسټ کوي.
ازادۍ راډيو، بي بي سي، ستا، ارمان   اراکوزيا ،اريانا،شمشاد او ملي   راډيوګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي.
مشاهير
هلمند ولايت ګڼ شمېر مشاهير لري، چې يو شمېر مهم يې په لاندې ډول دي.
عبدالرووف بېنوا،سلطان محمد خان، محمد افضل خان، محمود پردل،شاه نظرخان هلمندوال ،ګل احمد اخندي، امير حفيظ الله خان حقيار، وکيل محمد خان،دوست محمد خان،دتاغز حبيب الله خان ،ملا محمد نسيم اخندزاده، ملا محمد رسول اخند زاده،ملاامير محمداڅکزى، ملاامير اخندزاده،ملاشير محمد اخندزاده،وکيل سفر خان، علي شاه مظلوميار، ظاهر سوله مل، محمد سوله مل، رييس د باغران عبدالواحد،ملا سلام اخند،ملا قيوم  ذاکر اوملا عبدالرووف خادم.
پوهنه
هلمند دا مهال ٣٤١ ښونځي لري، چې ٢٠٤ يې پرانيستي دي ، چې ١٣٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي .
  هلمند د لوړو زده کړو موسسې هم لري ، چې يو يې دارالمعلمين دى .
 دغه دارالمعلمين   ٥٥٨  زده کوونکي لري، چې  ٢٧٩ يې نارينه  او په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چې ٤ يې ښځينه  دي.
د هلمند پوهنتون،  په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس شوى، چې  څلور پوهنځي لري: ((کرنه،تعليم او تربيه،انجينري  او وترنري)
په هلمندکې درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چې د طب ترڅنګ، حقوق اواقتصاد پوهنځي لري .ددې  ترڅنګ درې انسيټيټوټونه هم فعاليت کوي.
په دې ولايت کې  شپږ خصوصي لېسې دي،  ١٤٢٨  زده کوونکي لري  ، چې  ١٩٥ يې نجونې دي.
دغه راز په دې ولايت کې ١٨ ديني مدرسي دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چې پکې ٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .
 کرنه
هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى ، تر نيمايي ډېره  ځمکه يې هواره  ده، د هلمند سيند يې يوه  ډيره  برخه خړوبوي، دغه راز په شمالي هلمند کې  کاريزونه او چينې شته او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده ، د هلمند دکرنيزو ځمکو ترڅنګ لويې دښتې هم لري، چې ډيرى ريګي دي ، دسون  لپاره وچمرغي ،ترخي  او نورې ونې لري و دغه راز   انار، انګور، زردالو،الوچې،الوبخارا،هندواڼې، شفتالو،شيلير، بادام او نور ميوه لرونکي باغونه لري . جوار، غنم، لوبيا،ممپلي، رومي ، بينډۍ،پخته، ،شنې او تور مۍ او زعفران يې نور ښه حاصل ورکونکي کرنيز حاصلات دي  او د کرنې ترڅنګه يې  ډير شمېر وګړي په مالدارۍ هم بوخت دي.
خو په دې وروستيو کې هلمند د هېواد او نړۍ په کچه د کوکنارو تر ټولو لوى توليدکوونکى ولايت ياديږي، ددې ولايت ډېرى بزګران کوکنار  کري ،  چې بيا ترې تارياک او هيروئن جوړېږي .
لاسي صنايع
په هلمند کې ډيرى لاسي صنايع  له وړيو،  پوستکو او لوخو څخه جوړيږي لکه کوڅۍ،ليمڅي، قالينې، پټوګان خولۍ، جامې، غاړې،پردې،کمپلې، دسترخوانونه،غلبيل،چغل ،ميده بيز،د لمانځه جاى نماز، پړي، چپرکټونه، لاسي د سکولونه، داسونو او اوښانو لپاره د ښکلا او د بارولو وسايل، ګلدانۍ او نور د ښکلا توکي، چې ډير يې د ښځو او په ځانګړې توګه دکوچيانو له خوا جوړيږي  ، چې له ډيرو څخه يې په ورځي ژوند  کې ګټه پورته کېږي.
د هلمند د روخام فابريكه
د هلمند د روخام فابريكه   په ۱۳۴۱  لمريز کال كې  د وري د مياشتې  په ۲۸ مه  د امريكا په مالي لګښت د وخت دپاچا علي حضرت ظاهرشاه په لاس ګټې اخيستې ته وسپارل شوه، هغه وخت سلګونو  تنو پکې دنده  ترسره كوله ، دغه  فابريكه د حجارۍ  ترڅنګ د نجارۍ په برخه کې هم فعاليت كوي.
 د روخام له ډبرو څخه بېلابېل زينتي او نور شيان جوړيږي ، كه څه هم  دمګړۍ نړيوال ماركيټ نه لري ، خو دا مهال يې جوړ شوي توكي دهېواد په بېلابېلو ولايتونو كې پلورل كيږي .
دغه  فابرېكه پخوا ټوله دولتي وه ، خو  تېرو درې لسيزو جګړو يې دكار كيفيت  پيكه كړى ، له همدې امله اوس مهال پنځوس سله خصوصي سكتور ته  اوښتې  او دا مهال  شپيته  تنه دروخام او نجارۍ په برخه كې په كار بوخت دي .
دوى درې ډوله ډبرې لري، چې د هلمند له سرحدي ولسوالۍ خانشين څخه يې راوړي.
د هلمند  دبست تصدي ( دپنبي ) فابريكه هم په ۱۳۴۲ كال كې د وخت  حكومت له خوا جوړه  شوې وه ، چې هغه وخت يې هركال له ۲۵ تر۳۰ زره ټنه مالوچ او د هغې دانه توليدوله او پيرله، چې  له دې څخه  بيا غوړي،پوستك،صابون او نور مواد جوړيدل او  غوړي به يي تر ډيره په هيواد كې دملي اردو نظامي ارګانونو ته وركول كېده.
هغه وخت په دې فابريكه كې تر ۱۵ سوه تنو پورې وګړو په کې کار کاوه  ، چې اوس يې کارونه او توليد ډير پيکه شوى دى.
ورزش
ورزش او لوبې له  پخوا زمانونو څخه په هلمندکې  دود دي، لکه ، خوسى، ډبره اچول،کبډي،دوره،کيلک دومبک، پټپټانى، مردکي، بوجلي (يابيډۍ )، غيږ نيول،کچه کول، کتار،درې خطى،پچز دغه ډول نوري ... چې ډيرى يې په کليو کې دود دي  او اوس مهال په ښارونو او کليو کې واليبال ،فوټبال، کرکټ، باسکيټبال  لوبو ډير مينه وال پيدا کړي دي.
په دې ولايت کې دا مهال دوه  لوى لوبغالي کرزى او غازي محمد ايوب خان فعال دي، چې دفوټبال ترڅنګ پکې واليبال او کرکټ لوبې هم کيږي، دغه  راز ١٣ کلبونه شته او ٢١ ورزشي څانګې پکې شتون لري ، په دغو ټولو اړونده څانګو کې يواځې په مرکزلښکرګاه کې ٥٨٤٩  لوبغاړي ثبت او راجستر دي او تر دې ډير شمېر په ولسواليو کې پرته له دې ، چې راجستر شوي، په لوبو بوخت دي.