هرات له کابل څخه وروسته د هېواد دويم ګڼ مېشتى ولايت شمېرل کېږي، چې د هېواد په لوېديځ کې پروت دى او د ايران او ترکمنستان له هېوادونو سره ګډه پوله لري.
هرات د هغو ولايتونو له ډلې دى چې پراخې طبيعي زېرمې لري او ډېرى کانونه يې د ولايت له مرکز هرات ښار څخه لرې په ولسواليو کې لري.
د هرات د کانونو عمومي رييس انجنير عبدالجميل الياسي په وينا، د دغه ولايت کانونه له مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، ليټيوم، مالګې، ګچ او ګران بيه ډبرو عبارت دي.
د هرات د کانونو او پيټروليم رياست د وېشنې پر بنسټ، د دغه ولايت کانونه په درېيو برخو(لوى، منځي او کوچني) باندې وېشل شوي دي.