شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): د جوزجان ولايت اوسېدونکي دامنيت د ټينګښت، د بېکارۍ خمېدو، د بيارغونې د چټکوالي، د څښاک اوبو، کرنيزو چارو او برېښنا د چمتو کېدو غوښتونکي دي، چې له امله به يې د خلکو سوکالي او اقتصادي وده رامنځته شي.
خلک وايي، چې که دغه ستونزې حل شي، نو خلک به په دولت زيات باور وکړي او خپله همکاري به هم ورسره زياته کړي.
د جوزجان ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحى وايي، چې دګاز د وېستلو له لارې د بيارغونې، برېښنا او بيارغونې د چټکيتا زمينه مساعده ده او نسبتي امنيت هم راغلى دى.