فراه (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د فراه ښار د رايو په ځينو مرکزونو کې لسګونو کسانو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې خپل نومونه نه دي موندلي او د ټيټ عمر کسانو هم رايه کارولې ده.
د پژواک خبريال په فراه ښار کې د سټيډيوم، مېرمن نازو ښوونځي، نفيسه توفيق ميرزايي ښوونځي، ارباب کلا ښوونځي او ملالۍ ښوونځي د رايو مرکزونو کې لسګونه کسان ليدلي چې پر تذکرو يې سټېکر لګېدلي خو په دغو مرکزونو کې يې د رايې ورکوونکو په نوملړ کې نومونه نه دي موندلي.
دغو کسانو ويلي چې په همدغو مرکزونو کې يې نومليکنه کړې، خو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې يې نومونه نشته.