فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د روانې جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
د راپورونو له مخې، د دولت سلګونو وسله والو مخالفينو پر خاکسفېد ولسوالۍ بريد کړى او دا مهال هم هلته نښتې روانې دي.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جګړې له امله د خاکسفېد له خشکابې، کورغن، نوی ده او ځينو نورو سیمو سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
دى وايي چې دغه کورنۍ د فراه د پشترود او بالابلوک ولسواليو ته کډې شوې دي.
هغه وويل چې د جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
پژواک د مخابراتي ستونزو له امله په خاکسفېد کې له چا سره اړيکه ټينګه نه شوه کړاى، خو د دې ولسوالۍ د خشکابې کلي اوسېدونکى محمد ابراهیم چې اوس د فراه په ښار کې اوسي، وايي: "پلار، مور او دوه مشران وروڼه مې کلي کې اوسیدل، خو اوس د جګړې د ګواښ له امله پشترود ولسوالي ته کډه شوي."
د هغه په وينا، مخکې له دې چې جګړه پیل شي طالبانو د سیمې خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي وو.
محمد ابراهیم وايي: "اوس خشکابه، کورغن او نوی ده سيمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د دغو سمیو سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي."
د يادې ولسوالۍ د خوست کلي اوسېدونکي احسام الدین پښتون هم د فراه په ښار کې پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
هغه له يادې ولسوالۍ د سلګونو کورنيو بې ځايه کېدل تاييدوي او وايي چې د دې ولسوالۍ مرکز وسله طالبانو کلابند کړى او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، کېداى شي دغه ولسوالي د وسله والو مخالفنيو لاس ته ولوېږي.
خو د فراه د والي ویاند جواد افغان وايي چې تېره ورځ د خاکسفېد مرکز ته له هرات څخه کوماندو ځواکونه رسېدلي او د ولسوالۍ لاره يې پرانيستې ده.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونه په خشکابه، کورغن، نوى ده او ځينو نورو سیمو کې له وسله والو مخالفينو سره په نښته بوخت دي.
افغان د دې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.