فېروز کوه (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په غور ولایت کې ځینې ښځې وایي چې هېڅ ستونزه به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دوی مخه ونه نیسي او همدا ډول غواړي په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې د درغلۍ کوونکو مخه ونیسي.
د غور ولایت د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو د معلوماتو له مخې چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۹زره ښځو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې د تلې په ۶مه ترسره کېږي، پر پېژندپاڼو یې سټېکر لګولي دي.
د غور د پسابند ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بي بي ګل د هغو ښځو له ډلې ده چې پر پېژندپاڼه یې سټېکر لګولی او چمتو ده څو د ټاکنو په ورځ خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.