کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د ماليې وزير، د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه چې نږدې ٤٦٢ مليارده افغانۍ ده، ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
دغه طرحه د لړم مياشتې په ١٧ مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه او يادې جرګې دغه طرحه له خپل وړانديز شوي نظر سره يو ځاى ولسي جرګې ته ولېږله. د افغانستان مالي کال، د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي.
د مشرانو جرګې غړو ويلي وو چې د بوديجې په طرحه کې شاملې ډېرى پروژې د تېرو کلونو اړوند دي او په دې بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.
د ماليې وزير محمداکليل حکيمي نن د يادې طرحې په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل.