کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): مشرانو جرګې د المان له دولته وغوښتل چې د افغانانو د ايستلو په اړه دې پر خپل تصميم له سره کتنه وکړي او زياته يې کړه چې د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه د افغانانو شړل د هغوى په حق کې جفا ده.
ځينو الماني رسنيو راپور ورکړى چې د دغه هېواد دولت تصميم نيولى څو ګن شمېر هغه افغانان چې د پناه غوښتنليک يې ردېږي، له خپل هېواده وباسي.
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تر اوسه د المان دولت د خپل تصميم په اړه له افغان حکومت سره خبرې نه دي کړې.