محمودراقي (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په کاپيسا ولايت کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه او په فعالېدو سره به يې د سوداګرو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د دغه دفتر او ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي، د کاپيسا والي سيد خالد، د ولايتي شورا غړو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا د صنايعو او سوداګرۍ خونې رييس حاجي ظاهر حکيمزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د سوداګرۍ خونې د نشتوالي له امله ځايي سوداګر له ستونزو سره مخامخ وي.