جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د افغان ملت ګوند مرکزي غړى او د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي وايي، چې په کابل کې يو شمېر کړيو د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ملي اجماع لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
ډاکټر احدي دغه څرګندونې پرون دوري په ٢٣مه، په جلال اباد ښار کې پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه ، چې د ملي اجماع د هلو ځلو په پايله کې ددې امکان ډېر دى ، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د کانديدانو شمېره کمه وي او په لوړو رايو يو کانديد د رياست جمهوري ټاکنې وګټي.