لښکرګاه، جلال اباد (پژواک ۱۹ غبرګولى۹۳) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بېلابېلو قومونو سلګونو اوسېدونکو د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاټر اعلان کړ.
د محمد هاشم فدايي په نوم يوه قومي مشر وويل، اشرف غني د دې وړتيا لري چې د هېواد لپاره د سولې، پرمختګ او په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې بدلون راولي.
د ده په وينا، عام ولس يې ټول تر شاه ولاړ دی او رايه به ورکوي، ترڅو په راتلونکي کې د يوه ښه حکومت درلودونکي شو.