Sort out rifts and move ahead, candidates told

 
جلال اباد(پژواک٦وږى٩٣): جهادي مشر او د تحول او تدوام د ډلې غړى حاجي دين محمد له دواړو کانديدانو غواړي، چې په هېواد کې نازکو حالاتو ته په کتو سره د مسووليت احساس وکړي او په کوچنيو خبرو دې افغانستان د بحران خواته نه بيايي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې د هېواد اوسنى اقتصادي او امنيتي وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دى او که چېرې دواړه کانديدان د مسووليت احساس ونه کړي ، نو د هر ډول ستونزې د راولاړېدو مسووليت به د دوى پر غاړه وي.
هغه زياته کړه :(( حکومت هېڅ موثر نه دى واقع شوى، ځکه د ظلم ،جبر او ستونزو د اوج وخت دى، هر څوک په خپل غم کې دى .))
حاجي دين محمد وايي، چې ټول هېوادوال او دواړه ټيمونه بايد يو بل ته سره لاس ورکړي او ملي ګټو ته ژمن شي او که داسې ونه شي نو هېواد به له يوه ستر بحران سره مخ شي.
 د نوموړي په وينا، د ټاکنو مسئله بايد لومړى په افغانستان کې د افغانانو تر منځ حل شوې واى  او که دوى په دې کار نه واى توانېدلي ، نو بيا له بهرنيانو سره مشوره شوې واى.
ده وويل ، نړيوالې ټولنې ته په کار دي، چې افغانان پرېږدي او هم ورته زمينه برابره کړي ، چې لومړى په خپلو کې سره کښيني او يوې پرېکړې ته ورسيږي او له پرېکړې وروسته دې دوى د پايلو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه: (( زه هم ددې غوښتونکى نه يم چې نړيواله ټولنه دې مخکې له مخکې منځګړيتوب وکړي، دا خو ستونزو ته په کتو سره امريکا د منځګړيتوب هڅه کړې ده.))
نوموړى وايي، چې په افغانستان کې رسنۍ هم منفي لور ته هڅه کوي او اوسنۍ وضع که څه هم نازکه ده، خودومره هم نه چې څه ډول يې رسنۍ تعبيروي.
د تحول او تدوام د ټيم د رهبرۍ شورا دغه غړي وويل ، چې دى او ډله يې راتلونکي ته خوشبين دي او هېواد به له نازک حالت  څخه د ثبات پر لور ځي او ستونزې به راکمې شي.
حاجي دين محمد وايي، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ به د دوى ټيم د ټولو هغو ناقانونه کړنو مخه نيسي کوم چې پخوا ترسره شوې دي.
ده زياته کړه: (( د ډاکټر صيب په وينا، هغه چا چې پخوا غېر قانوني کارونه کول اوس به يې نه کوي او که چېرې يې وکړل قانون به پرې پلى شي. ))
د هغه په وينا، د ملي وحدت په حکومت کې به څوکۍ يواځې او يواځې د وړتيا پر اساس وېشل کېږي ، نه د ګوندونو او طرفونو پر بنسټ.
نوموړى وايي: (( خلک په دې اړه افواهات خپروي، لويې چوکۍ به د وېش په اساس نه وي، دغه کار د ځانګړو معيارونو په اساس ترسره کېږي ، دغه معيار چې د هر ټيم غړي پوره کړي ، چوکۍ به ورکول کېږي.))
حاجي دين محمد زياتوي ، کله چې د ملي وحدت حکومت رامنځته کيږي، نو  دوى به په ګډه سره کار کوي او هر څوک چې د حکومت له پاليسۍ سره نه وي جوړ، هغه به اپوزېسيون ته ځي.
نوموړي وويل: (( نور خو معلومه ده څوک چې مشر دى د مشر امتياز لري او که څوک کشر دى د کشر امتياز لري او کله چې د وحدت ملي حکومت رامنځته کيږي، نو موږ ټول يوه ډله يو.))
ده زياته کړه، چې د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کېدو پر بنسټ به ګډ کار کوي او د هغو  وسله والو مخالفينو د پخلاينې لپاره به هم په ګډه کار وکړي، چې اوس جګړه کوي .
حاجي دين محمد د کونړ بريدونوته په اشارې سره وويل ، چې يواځې د دغو بريدونو له لارې ځينې خنډونه د ټاکنو د پايلو پر وړاندې راپېدا شوي دي.
هغه زياته کړه: (( په داسې شپو کې چې دلته ډېره مهمه مسئله روانه وه، په سرحدونو توغندي ويشتل زموږ لپاره د ګېلې خبره وه، ښه به دا وه چې په دې وخت کې د همکارۍ يوه فضاء جوړه شوې واى.))
د حاجي دين محمد په وينا، که چېرې په هېواد کې امنيت راشي او د خلکو په خوښه حکومت رامنځته شي، نو دا د ګاونډيو هېوادونو په ګټه ده.