په ١٣٩٣ لمريز کال کې د باميانو ولايتي شورا په ټاکنو کې نهو کسانو ولايتي شورا ته لار موندلې چې اووه يې نوي غړي دي.
١-عبدالاحمد بينوا
عبدالاحمد بينوا د باز محمد زوى په ١٣٣٨ لمريز کال د باميانو د کهمرد ولسوالۍ په دورو کلي کې زېږېدلى دى. بېنوا د لېسې زده کړې د کابل په حبيبيه لېسه کې پاى ته رسولې او د حزب اسلامي افغانستان له پخوانيو جهادي قوماندنانو دى.  نوموړي له ٢٠٠١ نه تر ٢٠٠٤ کال پورې د ملګرو ملتونو د اسکان له ادارې (يو اېن هبيتات) سره د ملي پيوستون پروګرام د ټولنيز کارکوونکي په توګه کار کړى او وروسته يې په خپله سيمه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکو شمېره: 0778438961
 
٢-حاجي حسين داد خليلي
حاجى حسين د غلام علي زوى په ١٣٢٠ لمريز کال د شهيدان په کلي کې زېږېدلى دى. خليلي تر ١٢ ټولګي پورې ښوونځى لوستى او د اسلامي علومو په برخه کې يې خصوصي زده کړې هم کړې دي.  نوموړى ولايتي شورا ته تر کاميابېدو مخکې په ولسي او ټولنيزو کارونو بوخت و. خليلي د نهو کلونو لپاره د باميانو ولايت د حج او اوقافو رياست د مرستيال په توګه دنده کړې، پخوانى جهادي قوماندان پاتې شوى او د عمر له اړخه د ولايتي شورا تر ټولو مشر غړى دى.
د اړيکې شمېره: 0772632962
 
٣- حاجي محمد حسن اسدي
محمد حسن اسدي د غلام حسن زوى د باميان د ورث ولسوالۍ د پيتاب جوى کلي اوسېدونکى او په ١٣٤٢ لمريز کال کې زېږېدلى دى. اسدي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې په احضرات لېسه کې پاى ته رسولې او ورسره ترڅنګ يې اسلامي علوم هم لوستلي دي. نوموړي په ايران کې د کډوالۍ پر مهال له ١٣٦١ نه تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې د قم په علميه حوزه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړى د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند کانديد و او د اسلامي فقهې په څانګه کې ليسانس لري او په همدې څانګه کې يې د ماسټري زده کړو ته هم دوام ورکړى خو تر اوسه يې پاى ته نه دې رسولې.  اسدي د حامد کرزي د حکومت پر مهال د نهو کلونو لپاره د پنجا او ورث ولسواليو د حقوقو د مدير په توګه دندې ترسره کړې او د مجاهدينو د حکومت پر مهال هم هېواد ته له را ستنېدو وروسته په تدريس بوخت و.
د اړيکو شمېره: 0772632962
 
٤- محمديوسف مظهري
مولوي محمد يوسف مظهري د محمد قدم زوى په ١٣٤٤ لمريز کال کې د باميان ولايت د سيغان ولسوالۍ په قرونه کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې تر اووم ټولګي پورې د سيغان د مرکز په لېسه کې پاى ته رسولې او وروسته يې د پاکستان د پېښور په مظهر العلوم مدرسه کې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې کړې دي. هغه له پېښوره تر را ستنېدو وروسته د مظهر العلوم په نوم د سيغان د ديني علومو مدرسه جوړه کړه او په دې مدرسه کې يې ٥٠ زده کوونکي درلودل، خو اوس ښوونځيو او پوهنتونونو ته د زده کوونکو د تګ له امله رخصت شوې ده. مظهري په تېره دوره کې د ولايتي شورا مشر و، نوموړى د جمعيت اسلامي له غړو څخه دى او د طالبان د حکومت پر مهال په باميانو کې د عامه حقوقو د مدني دېوان مشري ور له غاړې وه.
د اړيکې شمېره: 0773814086
 
٥- محمدامير محمودي
محمد امير محمودي د محمد نعيم زوى په ١٣٤٠ لمريز کال کې د ورث ولسوالۍ په چجن کلي کې زېږېدلى دى چې ولايتي شورا ته يې د قيس وکيلي پر ځاى لار موندلې او خپلواک نوماند دى. محمودي خپلې لومړنۍ زده کړې په ورث ولسوالۍ کې پاى ته رسولې او په يکاولنګ کې د ده سرخ لېسې له ١٢ ټولګې فارغ شوى دى. نوموړي د تاريخ او اسلامي علومو په برخه کې متفرقې زده کړې کړې او له ١٣٨١ کال راهيسې د ورث ولسوال او له ١٣٨٦ کال راهيسې د درېيو کلونو لپاره يې د کلو پراختيا رياست په ملي پيوستون پروژه کې د ټولنيز کارکوونکي په توګه دنده اجرا کړې ده. نوموړى له ١٣٩٠ کلونو راهيسې تر اوسه پر شخصي کارونو بوخت و او د طالبانو له واکنۍ مخکې يې په ورث ولسوالۍ کې د حزب وحدت اسلامي افغانستان د خزانه دار په توګه دنده ترسره کړې ده او په همدې مهال يې د حزب وحدت د محمداکبري په ډله کې فعاليت درلود.
د اړيکې شمېره: 0779525804
 
٦- سيدعلي هاشمي
سيد علي هاشمي د سيد حکيم زوى د يکاولنګ ولسوالۍ د سوليج کلي اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٥٦ کال کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې د لېسانس تر کچې په ايران کې د فلسفې او کلام په برخه کې ترسره کړې دي.  هاشمي له وړوکوالي له خپلې کورنۍ سره په ايران کې د ٣٠ کلونو لپاره کډوال و. د دې تر څنګ د قم په اسلامي مدرسه کې هم اسلامي زده کړې او له کډوالۍ تر راستنېدو وروسته له تېرو اوو کلونو راهيسې په خپل پلرني ټاټوبي کې په فرهنګي فعاليتونو بوخت دى.
د اړيکې شمېره: 0778088120
 
٧- محمد زمان همدرد
محمدزمان همدرد د سرورعلي زوى د باميانو ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ د نيطاق کلي اوسېدونکى دى. همدرد په ١٣٤٠ لمريز کال زېږېدلى او خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د يکاولنګ په ده سرخ لېسه کې پاى ته رسولې دي. همدرد په پېښور کې د حيواني طب په برخه کې اووه مياشتينۍ زده کړې کړې او د افغانستان لپاره د هالنډ په کمېټه کې يې د حامد کرزي د حکومت پر مهال درې کاله کار کړى دى.  نوموړى د طالبانو د حکومت پر مهال په يکاولنګ کې د افغانستان اسلامي وحدت ګوند امنيتي مسوول و او د حامد کرزي په واکمنۍ کې يې د يکاولنګ ولسوالۍ د مرستيال امنيه قوماندان او د جنايي کشف د امر په توګه د پنځو کلونو لپاره دنده ترسره کړې ده.  همدرد په امنيې قوماندانۍ کې تر کار وروسته پر شخصي کارونو بوخت شو او د غرجستان ودانيز شرکت مرستيال و.
د اړيکې شمېره: 0778021224
٨
- طيبه خاوري
طيبه خاوري د غلام حسن لور د يکاولنګ ولسوالۍ په انده کلي کې په ١٣٦٢ لمريز کال کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې د ايران په مشهد کې پاى ته رسولې او د ښوونځي ١١ او ١٢ ټولګي يې د باميان په مرکز کې لوستي دي. خاوري د باميانو پوهنتون د تاريخ او جغرافيې له څانګې فارغه شوې او په مدني فعاليتونو او د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله پاتې شوې ده. خاوري د ولايتي شورا خپلواکه نومانده وه او تر دې وړاندې يې د څلورو کلونو لپاره د ښوونکې او د پنځو کلونو لپاره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د جندر د برخې د مشرې په توګه دندې کړې دي.
د اړيکې شمېره: 0778838004
 
٩- عاقله حسيني
عاقله حسيني د حسين علي لور په ١٣٦٥ لمريز کال زېږېدلې او خپلې ثانوي زده کړې يې په خپله پلرنۍ سيمه فولادي دره کې په شېرين هزاره لېسه کې سرته رسولې دي. مېرمن حسيني د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم وکيله وه او يو ځل بيا وتوانېده چې د روان ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالۍ شي. نوموړې په ولايتي شورا کې تر غړيتوب وړاندې يو کال د ملګرو ملتونو په اسکان موسسه (هيبتات) کې کار کړى، درې کاله د باميانو په کالوى ښوونځي کې ښوونکې وه او شپږ مياشتې يې په باميان راډيو کې کار کړى دى. نوموړې د پيوند ملي ګوند نومانده وه او اوس هم د دغه ګوند غړې ده.
د اړيکه شمېره : ٠٧٧٧٢٩١٦١٨