۹- سيد اسدالله جعفري
انتخابي سناتور
سيد اسد الله د سيد غضنفر شاه زوى، چې په ١٣٣٥لمريز کال د باميان مرکز اړوند د دشت عيسى خان په کلي کې زيږيدلى دى.تر دوولسم ټولګي پورې يې د باميانو د مرکز په ليسه کې زده کړې کړي، د جهاد په دوران کې له اتفاق شورا سره و ،ولايتي شورا ته يې لار پيدا کړه او له دې لارې مشرانو جرګې ته لاړ.
اوسمهال له کوم ګوندسره تړاو نه لري .
اړيکې شمېره: 0702171736
۱۰- هدايت الله رهايي
انتخابي سناتور
هدايت الله د محمد علي زوى، چې په ١٣٤٢لمريز کال د باميان ولايت پنجاب ولسوالۍ د نرګس په کلي کې زيږيدلى دى.د نرګس له منځني ښوونځي څخه فارغ شوى، او اوسمهال د خوارزمي په نوم د لوړو زده کړو موسسې د سياسي علومو د پوهنځي د درېيم کال محصل دى. د طالبانو په دوره کې د پنجاب د متوسطه ښوونځي د ښوونکي په توګه يې دنده ترسره کوله، د مشرانو جرګې په دويمه دوره کې يې د باميان د ولايتي شورا له لارې مشرانو جرګې ته لاره پيدا کړه، نوموړى له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري .
اړيکې شمېره: 0777720414