١-اوښتون کولتوري ټولنه :
دغه ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې د يوې ډلې ځوانانو له خوا جوړه او په عدليې وزارت کې ثبت شوې ده.نوموړې ټولنه په پکتيا کې په فرهنګي ،ټولنيز،ښوونيزاو ژورناليستيکي برخو کې کار کوي ،تر اوسه پورې زيات شمېر دعامه پوهاوي ورکشاپونه،په بيلابيلو برخو کې سيمينارونه،دپکتيا او د سيمې په ګټه موضوعاتو په اړه يې خبري ناستې ،مشاعرې،فرهنګي او ډول ډول پرګرامونه تر سره کړي .ددې تولنې مشر ډاکټر محمد نعيم ،مرستيال يې محمد داوود تپان او مالي مسول يې سميع الله پيوند دي .
د اړېکې شمېره : ٠٧٠٦٨٣٨٣٤٩
٢-د لويې پکتيا فرهنګي مرکز:
نوموړى مرکز په ۱۳۸۶ کال کې جوړ شوی ،دغه مرکز په پکتيا کې ټولنيز،ښوونيز،فرهنګي او نور ډول ډول پرګرامونه لري .ددې  مرکز مشر سيد جمال الدين اصف خېل دی  او د عدليې وزارت څخه يې رسمي جواز اخيستى دى .
 د اړېکې شمېره: ۰۷۹۷۲۷۲۵۴۶. 
٣-سحر سپورټي اوفرهنګي مرکز:
دغه مرکز په ۱۳۸۲ کال کې دګل کريم سحر له خوا جوړ شوی ،دفعاليت ساحه يې مرکز او ټولې ولسوالۍ دي .ددې ټولنې فعالت ډيری دسپورټ په برخه کې دی ، سلګونه ځوانان يې روزلي او په دې برخه کې بېلابېلې څانګې لري .دغه مرکز د سپورټ ترڅنګ ټولنيز،ښوونيز او ادبي پرګرامونه هم پرمخ وړي او د عدليې وزارت  رسمي جواز لري .
    د اړيکې شمېره : ۰۷۷۳۷۴۰۲۰۱
٤-خوځښت ادبي ټولنه:
دغه ټولنه په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوې اکثر ادبي او تر څنګ يې نور پرګرامونه لري او دفعاليت ساحه يې پکتيا ده.دټولنې مشر خيال محمد احمدزی او مرستيال يې سميع الله پيوند دی ،چې تر دې مه يې په پکتيا کې بېلابېل پرګرامونه ترسره کړي دي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۶۸۶۴۶۷
٥-دډاکټرانو روغتيايي ټولنه:
دغه ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې دپکتيا د ډاکټرانو له خواجوړه شوې ده، چې د روغتيا په برخه کې د (ډاکټرانوتنظيمول،روغتيايي توکي څارل ،دشخصي او دولتي روغتيايي ادارو ترمنځ دهمغږۍ رامنځ ته کول )او دې ته ورته نوروبرخو کې کار کوي .ددې ټولنې دمشرتابه لپاره په کال کې يو ځل ټاکنې ترسره کيږي ،اوس مهال يې مشر ډاکټر نظير شرافت دی اوپه خپل تشکيل کې سلګونه غړي لري .
٦-پکتيا پرېس کلب:
دغه کلب په ۱۳۸۹ کال کې ددې ولايت دخبريالانو له خواجوړ شوی،په دغه کلب کې شاوخوا دپنځه ويشتو کورنيو او نړيوالو رسنيو استازي کار کوي ،دغه مرکز په دې موخه جوړ شوی ،چې دژورنالېستانو ورځنۍ چارې تنظيم،تخنيکي اسانتياوې برابرې او له چارواکو سره د ژورنالېستانو همغږي رامنځ ته کړي .دغه مرکز له يادو چارو سربېره له سلو زيات ځوانان د ژورناليزم په ډګر کې روزلي ،چې ډيری يې اس په رسنيو کې کار کوي .ددې مرکزمشر احسان الله مهجور او مرستيال يې بخت الله ثاقب دی .
  د اړيکې شمېره : ۰۷۰۸۸۳۸۳۹۳
٧-دقومونو د يووالي مدني ټولنه :
دغه ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې دقومي مشرانو له خوا جوړه شوې ده،ددغې ټولنې  اکثر غړي قومي مشران دي ،چې دقومونو تر منځ لانجې هواروي،په ملي مسايلوکې خپل دريځ څرګندوي او په ځينو نور ورته برخو کې کار کوي .ددې ټولنې مشر حبيب الله مستعان دی او ګڼ شمېر غړي لري.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۵۵۶۹۸۸
٨-زرمت ادبي بهير :
دغه بهير په ۱۳۸۵ کال کې د زرمت ولسوالۍ  دفرهنګيانو له خوا جوړ شوی دی ،چې دنورو ولسواليو د ټولنو په پرتله زيات غړي لري .دغه بهير هره اونۍ ادبي ناستې لري او ددې تر څنګ وخت ناوخته فرهنګي پرګرامونه جوړوي ،چې دپکتيا دنورو سيمو ترڅنګ دپکتيکا فرهنګيان هم په کې برخه اخلي .ددې بهير مشر استاد شامحمود منتظر دی .
 د اړيکې شمېره . ۰۷۰۰۶۱۱۸۲۴
٩-ځاځي بابا ادبي ټولنه :
دغه ټولنه په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې ددې سيمې دفرهنګيانو له خوا په ۱۳۸۵ کال کې جوړه شوې ده ،دغه ټولنه زيات شمير ليکوالان او شاعران لري، اکثر پروګرامونه يې ادبي دي ،ددې ټولنې مشر دينه ګل شفيقي دی .
 د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۷۵۸۹۱
١٠-سهار ادبي ټولنه:
دغه ټولنه په ۱۳۸۰ کال کې په څمکنيو ولسوالۍ کې تاسيس شوې ،دغه ټولنه زيات شمېر غړي لري او په بېلابېلو فرهنګي برخوکې کار کوي .ددې ټولنې مشر عبدالله ګل اخلاصيار دی  .
د اړيکې شمېره :۰۷۰۶۶۴۱۵۰۰
١١-دمحصلينو اسلامي ټولنه:
دغه ټولنه په ۱۳۹۲ کال کې په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې ،ددې ټولنې غړي ټول دپوهنتون محصلين دي ،چې د محصلينو دستونز حل ، هغوی ته د اسانتياوو برابرول  او دمحصلينو له خوا زده کونکو او عامو خلکو ته بيلابيل پرګرامونه جوړوي .
دغه ټولنه لسګونه غړي لري او مشر يې ډاکټرشفيق الله سحر دی.
 د اړيکې شمېره:  ۰۷۷۷۷۹۴۲۵۵
١٢-سيدکرم ادبي بهير:
دغه بهير په ۱۳۸۶ کال کې جوړ شوی ، نوموړى  بهير  په خپله ولسوالۍ کې دفرهنګي هڅو سربيره دښوونځيو زده کونکيو ته بيلابيل ښوونيز پرګرامونه لري ،او دالړۍ يې اوس هم روانه ده.دغه بهير له عدليې وزارت څخه رسمي جواز اخيستى او د۸۰ په شاوخوا کې غړي لري ،اوس مهال ددې بهير مشر نوروز دی  .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۶۸۸۱۴۱.
١٣-پکتيا ميرمن بهير:
دغه بهير په ۱۳۸۸ کال کې تاسيس شوی دی ،چې دپکتيا ګڼ شمېر ميرمنې يې غړيتوب لري ،دغه بهير د نجونو دتعليم په برخه کې زيات کار کوي او ددې تر څنګ وخت ناوخته ميرمنو ته دفرهنګي پروګرامونو زمينه هم برابروي .ددې بهير مشره اغلې ماهره احمدزۍ ده .
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۷۷۶۱۳۱۲.
١٤-څارکولتوري مرکز:
دغه مرکز په ۱۳۸۸ کال کې په  ګرديز کې جوړ شوی ،دغه مرکز په   فرهنګي او سپورټي برخو کې کار کوي،چې اکثر غړي يې ځوانان دي.دې مرکز تراوسه پورې زيات شمېر ښوونيز،ټولنيزاو ډول ډول پروګرامونه ترسره کړي .ددې مرکز مشر ميوه الدين منګل دی .
 د اړيکې شمېره :    ۰۷۷۱۱۶۳۱۱۶